پاکستان هغه هېواد دی چې وخت ناوخت يې له افغانستانه ځان او نورو هېوادونو ته د ګواښ په تړاو اندېښنې مطرح کړې دي، خو اوس برعکس په نړیواله کچه دا اندېښنه په خپله له پاکستان څخه را پورته شوې او داسې ویل کېږې چې په افغانستان کې له داعش سره د اسلامي امارت کلکه مبارزه د دې لامل شوې چې د یادې ډلې مشران د ډیورنډ فرضي کرښې بله غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې پټنځایونو ته وتښتي.
تازه د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، په یادو سیمو کې د داعش خراسان ډلې د مشرانو خوندیتوب سیمهییز او نړیوال ګواښ پېښولی شي او له امریکا يې غوښتي چې له یادې ډلې سره د جدي مبارزې په برخه کې پر پاکستان فشار راوړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زیاته کړې: « د داعش خراسان ډلې په ضد په افغانستان کې د طالبانو عملیات د دې لامل شوي چې ډېر ترهګر مشران له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي. هلته د داعش خراسان ډلې لپاره د پټنځایونو پیدا کېدل یو سیمهییز او نړیوال ګواښ پېښولی شي. واشنګټن ته په کار ده چې پر اسلاماباد فشار راوړي، ترڅو خپل هېواد کې د داعش خراسان ډلې په ضد پرېکنده ګامونه واخلي.»
پاکستان له دې وړاندې څو ځله په افغان خاوره کې په دې موخه هوایي بریدونه کړي چې ګواکي د خپل هېواد ضد عناصرو پټنځایونه يې په نښه کړي، خو برعکس قربانیان یې عام خلک وو.
د ترهګریزو فعالیتونو د پراخېدو دا ګوته اوس د نړیوالو له لوري پاکستان ته نیول کېږي.
د چارو یوشمېر شنونکي وایي، پاکستان د خپلې دوامداره پالیسۍ له مخې په خپله خاوره کې د دې ډلې غړي روزي او په سیمه کې یې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ترې کار اخلي او له نړیوالو غوښتنه کوي چې په دې هېواد هر اړخیز فشارونه زیات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان نه یوازې سیمه نه آرامه کړې بلکې د بلوڅانو د ځپلو لپاره یې هم همدا داعش ډله په بلوچستان کې روزلې ده او بالاخره د سیمې او نړۍ هېوادونه پرې ګواښي. دا یوه څرګنده خبره ده چې داعش په پاکستان کې موجود دی، هلته تمویلېږي، پيسې او وسلې ورکول کېږي او بیا یې افغانستان ته رالېږي. نړیوالو او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو ته په کار ده چې دا خبره واضېح کړي او پر پاکستان فشار راوړي چې له دې ډول تروریستي فعالیتونو لاس واخلي.»
د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي بیا د زلمي خلیلزاد څرګندونو په تایید سره وایي، د نړیوالو لپاره دا غوره ثبوت دی چې د ترهګرۍ اصلي مرکز افغانستانه نه بلکې اصلي مرکز یې پاکستان دی.
د نړیوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري وايي: « هغه مرکزونه چې په پاکستان کې پخوا هم وو او اوس هم شته، د هغوی له منځه وباسي. زه فکر کوم دا به پر پاکستان فشار نور هم زیات کړي؛ ځکه د پاکستان هغه ادعا به خنثی کړي چې وايي داعش او دا نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې دي. له بلې خوا به د پاکستان او خلیلزاد ترمنځ شته کشمکش، هغه به نور هم زیات شي؛ پاکستان به پر خلیلزاد تورونه لګوي او خلیلزاد به پر پاکستان تورونو ته ادامه ورکړي.»
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې مهال په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې د حضور او نړیوال امنیت ته ترې د ګواښ پېښېدو خبرداری ورکوي چې له دې وړاندې د افغانستان حکومت د امنیتي او تصفیوي کمیسیون په کلني راپور کې چې په تېره جنوري کې خپور شو، د یاد هېواد ترکنټرول لاندې مشخصو سیمو کې د داعش پټنځایونو او له هغه ځایه يې افغانستان ته د ګواښ پېښولو خبر ورکړل شوی و.