Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د نجونو زده کړو حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

ملګري ملتونه: ۹۲ سلنه افغانان د نجونو زده کړو ملاتړي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/31

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت له لوري د وضع شوي محدودیت په اړه د خپلې یوې تازه سروې پایلې شریکې کړې دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت له نېږدې څلور کلنو بندیزونو سره سره ۹۲سلنه يعنې مطلق اکثریت افغانان د نجونو زده‌کړو ملاتړي دي.

یادې سروې کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه کلېوالو ښځو د نجونو د تعلیم ملاتړ کړی او په ښاري سیمو کې بیا دا سلنه د نارینه‌وو او ښځو دواړو لپاره ۹۵ سلنه ښودل شوې.

د راپور یوه برخه:« د افغانستان په کچه د کور په کور ترسره شوې یوې سروې له مخې، چې له ۲۰۰۰ زیاتو کسانو سره په کې مرکې شوې، ۹۲ سلنه کسانو ویلي، چې د نجونو د تعلیم دوام مهم دی. دا ملاتړ په کلېوالو او ښاري سیمو کې ښکاره شوی. په کلېوالو سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي او په ښاري سیمو کې بیا دا سلنه د نارینه‌وو او ښځو دواړو لپاره ۹۵ سلنه ده.»

په افغانستان کې د یادې ادارې ځانګړې استازې هم د دغه راپور په یوه برخه کې د نجونو او ښځو پر کار او زده‌کړو د اسلامي امارت محدوديت دوام د اندېښنې وړ بللی او غوښتنه یې کړې چې نور دې دغه محدوديتونه پای ته ورسېږي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې سوزان فرګوسن  وايي:« دا تقریبا همېشه هغه لومړی څه وي چې نجونې یې موږ ته وايي. هغوی د زده‌کړو تږې دي او یوازې دا چانس غواړي، چې زده‌کړې وکړي. کورنۍ يې هم وايي، غواړي لوڼې یې دا خوب پوره کړي. په داسې هېواد کې چې نیمايي خلک یې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي؛ هغوی پوهېږي چې لوست او زده‌کړه کولی شي د یوې نجلۍ ژوند بدل کړي. له ټولو بندیزونو سره سره بیا هم ۴۰سلنه ښځې خپلې روښانه راتلونکې ته هیله‌مندې دي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم زده ‌کړې د نجونو حق ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې نور دې د نجونو پر مخ له اووم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او همدا شان دې ورته د کار کولو اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« اسلامي امارت ته په کار ده چې د نجونو زده کړو لپاره لاره هواره کړي. د افغانستان رسمیت پېژندلو لپاره چې کومه ستونزه او کوم خنډونه هم په دغه لاره کې پراته دي، زه فکر کوم یوه هم د نجونو او ښځو د زده کړو مساله ده. د مسلمانانو نړیوال سازمان هم تقریبا د دې خبرې پخلی کړی دی او په وار وار یې ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید د نجونو زده کړو لپاره زمینه برابره کړي. نو پر همدې اساس له یوې خوا د افغانستان خلک غواړي او له بلې خوا نړیوال په دې باندې فشار راوړي  چې باید په افغانستان کې د نجونو زده کړو لاره هواره شي.»

د یاد سازمان په راپور کې همدا راز له سیمه‌ییزو او نړیوالو موسسو سره د ښځو کار ته هم کتنه شوې.

د جولای او اګست میاشتو کې د یوې بله سروې له مخې هغو سیمو کې چې اسلامي امارت په غیر دولتي ادارو  کې د ښځو پر کار کولو بندیز عملي کړی ۹۷ سلنه ښځو ویلي چې دې بندیز یې پر ورځني ژوند منفي اغېز کړی.

د ملګرو ملتونو ښځو اداره داسې مهال د نجونو له زده‌ کړو د غوڅ اکثریت افغانانو د ملاتړ خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې د معقولو دلایلو د شتون او اصلاحاتو راوستل د نجونو پر زده‌کړو محدوديت اصلي لاملونه یاد کړل او ډاډ یې ورکړ چې د خوندي چاپېریال له رامنځته کولو وروسته به نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌ کړو اجازه ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist