Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: اوسنیو شرایطو کې د ټولګډونه حکومت جوړښت ته اړتیا نه لېدل کېږي

مجاهد: پاکستان د خپل امنیتي ضعف پټولو لپاره پر افغانستان تورونه لګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/31

د ملي دفاع  وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له بي‌بي‌سي سره مرکه کې چې پر خوست او ننګرهار د پاکستان له هوايي بريدونو وړاندې يې کړې او تازه خپره شوې ويلي، پاکستان تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ناامنيو په مهارولو کې پاتې راغلی دی.

د مجاهد په خبره، دغلته بريدونه له ډيورنډ فرضي کرښې سلګونه کيلومتره لرې کېږي او ورته له افغانستان سره تړاو ورکول منطقي نه دي.  

مجاهد په دې اړه د پاکستان تورونه د دې هېواد د ځواکونو کمزوري يادوي چې په خبره يې د افغانستان په تورنولو کې يې د پټولو هڅه کوي.

هغه په دې اړه وايي:« که ټي.ټي.پي او که بلوڅان دي، دوی چې عملیات کې کوي، د پاکستان منځ کې یې کوي، په لویو لویو ښارونو کې یې کوي او له ډیورنډ کې کرښې په سلګونه کیلومتره دننه په پاکستان کې یې کوي، نو دا چې دا له افغانستانه ورځي او بیا په سلګونه کیلومتره دننه تېرېږي، دلته یې ولې مخه نه نیسي. که هلته یو موټر بم کېږي، که هدفې وژنې کېږي، که چاودنې کېږي، هلته باید د دې مخه ونیسي. زما په فکر دا د دوی د امنیتي ادارو ضعف دی او د خپل ضعف د پټلو لپاره دوی پر افغانستان باندې تورونه لګوي.»

د سیاسي چارو شنونکي په قبايلي سيمو، خيبرپښتونخوا او پاکستان کې روان ناسم امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضیعت د دغه هېواد د هغو ناسمو سیاستونو او پالیسو محصول ګڼي چې د دوی په ټکو له تېرو نږدې ۸ لسیزو راهیسې یې د ترهګرۍ تمويل او تجهيز له لارې تعقیبوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« پاکستان یو ثبوت هم نه دی وړاندې کړی چې د دوی په هېواد کې دا شته ګواښونه د افغانستان له خاورې دي یا افغانستان دا هڅه کوي چې ګاونډیان یې نا امنه شي. زما په اند باندې دا خبرې باید د حکومتونو  پر سطحه حل شي، نه باید د دې قربانیان عام ولس شي او یو هېواد بل هېواد تر تعارض لاندې راولي یا پر نړیوال ستیج د هغه د بدنامولو هڅه وکړي.»

د ملي دفاع وزیر د خپلې مرکې په يوله بله برخه کې په افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو موجوديت په اړه ادعاوو ته هم تم شوی او په بشپړه توګه د داعش مهوه کېدو ادعا ترڅنګ يې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې نورو هېوادونو ته ګواښمنې ډلې حضور نه لري.

مجاهد په دې اړه وايي:« الحمد الله په افغانستان کې د داعش جرړه ایستل شوې،  داعش په ټول افغانستان کې، یوازې داعش نه بلکې بلکې هېڅ داسې یوه ډله چې د افغانستان امنیت ته ګواښ وي، یا له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ جوړولی شي، په افغانستان کې شتون نه لري.»

له هغې وروسته چې په پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې د بلوڅ‌ بیلتون غوښتونکو او ټي.ټي.پي له لوري جګړې شدت موندلی، پاکستان تل پر افغانستان تور پورې کړی چې ګنې وسله‌وال يې له خاورې ور اوړي.

 خو د افغانستان حکومت د دې ادعاوو ردولو ترڅنګ په مکرره توګه ډاډ ورکړی چې له خاورې يې هېچا ته ګواښ متوجې نه دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist