د شانګهای همکاریو سازمان منشي د ریا نووېستې په نوم له یوه روسیې خبري اژانس سره په تازه مرکه کې د افغانستان د اوسني حکومت پر لاسته راوړنو او شته ننګونو غږېدلی.
نورلان یرمېکبایوف په راتلونکې کې له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دغه سازمان له افغانستان سره پر دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو بوخت دی او دلته وضعیت له نږدې څاري او ارزوي.
د دې ترڅنګ یرمېکبایوف ویلي، افغانستان کې د پرمختګونو سربېره لا هم په بشري، ټولنیزو او اقتصادي برخو او په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو او نورو زیانمنونکو اقشارو د حقونو نه تامین په برخو کې جدي ستونزې او ننګونې موجودي دي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان اوسنی وضعیت نسبتا باثباته بلل شوی او د دې هېواد په اقتصادي شرایطو کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شوی؛ خو له دې سره سره افغانستان لاهم په بشري، ټولنیز- اقتصادي پرمختګ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو په څېر د ټولنې ډېر زیانمنونکو ډلو د حقونو تامین په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی.»
یرمېکبایوف ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۴ز کال د جولای په څلورمه د استانې د ناستې په اعلامیه کې د خپلواک، بې طرفه او له ترهګرۍ او نشهيي توکو د پاک افغانستان غوښتنه مطرح کړې چې په ټکو یې دا پخپله د افغانستان په تړاو د غړو هېوادونو ګډ درک بیانوي.
هغه د افغانستان سولې او پرمختګ په تړاو د نړۍوالې ټولنې له هڅو د ملاتړ کړی؛ خو ترڅنګ یې د ټولو په خوښه او حضور د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د دایمي سولې او ثبات لپاره یوازینۍ حللاره بللې.
یرمېکبایوف په دې اړه ویلي:« د شانګهای همکاریو سازمان غړو د نړۍوالې ټولنې له هغو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې چې د افغانستان سولې او پرمختګ په برخه کې روانې دي. غړو هېوادونو دغه راز پر دې ټینګار کړی چې د یوه داسې ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل چې د ټولنې ټول اړخونه او د سیاسي جریانونو استازي په کې برخه ولري؛ افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د راتلو او ټنګښت لپاره یوازېنۍ حللاره ده.»
حکومت زموږ له اړیکو سره سره د نوموړي دې څرګندونو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د هراړخیزو همکاریو پر ودې او پیاوړتیا غوښتنه کړې؛ خو د ټولګډونه حکومت رامنځته کول یې د افغانستان کورنۍ مساله بللې او له هېوادونو یې غوښتي چې په دې تړاو له نظر ورکولو او د نسخو له وړاندیزه ډډه وکړي.
د دې ترڅنګ ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې پر۳۱مه او سپټمبر په اوله د چین په تیانجین ښار کې د دې سازمان ۲۵مه دوه ورځنۍ ناسته وشي، چې د روسیې او هند مشرانو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او سازمانونو مشران په کې برخه اخلي؛ خو په کې د افغاستان حکومتي استازي ګډون په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« یوازې د امنیت خبره نه ده، یوازې د دې خبره نه ده چې سړکونه جوړېږي یا ځېنې بندونه جوړېږي، دا مهمه خبره ده، ولې ترڅنګ یې بله مهمه خبره دا ده چې هلته د انسانانو حقوقو ته پاملرنه وشي، ښځې د کار له حقه برخمنې شي او نجونې د زده کړو له حقه برخمنې شي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« دا چې په چین کې به د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه سره راټولېږي، نو پخوا هم افغانستان ته د ناظر رول ورکړل شوی و، نو لا تر اوسه پورې موږ ته دا مالومات نه شته چې ایا د افغانستان استازی به هلته وبلل شي او که نه. که وربلل کېږي، په څه ډول به وربلل کېږي؟ بیا به د ناظر حیثیت لري او که پوره صلاحیت به ولري.»
دا داسې مهال ده چې د شانګهای همکاریو سازمان عمومي منشي نورلان یرمېکبایوف د روان کال په ۱۱مه او ۱۲مه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان په تړاو د یوې مشورتي ناستې د جوړېدو خبر هم ورکړی چې په کې به د روان هراړخیز وضعیت او پر سیمه یې د اغیزو ترڅنګ، له کابل سره د همکاریو پر لارو چارو، امنیت او ثبات بحثونه ترسره شي.