پر رسميت د افغانستان حکومت له پېژندنې د لنډې مودې په تېرېدو سره روسيې چارواکو ادعا کړې چې د کړو اټکلونو له مخې يې په افغانستان کې له ۲۰ زياتې ډلې له ۲۳زرو ډېر جنګيالي لري.
د دغه هېواد امنيت شورا منشي سرګي شویګو دا ادعاوې د رسياسکايا ګازيټ په نوم يوې رسنۍ ته په ليکلې مقاله کې کړې او زيات کړې يې ده چې په افغانستان کې د ياد شمېر ډلو موجوديت د سيمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.
شویګو دا ادعا هم کړې چې له ځينو نورو سيمو افغانستان ته وسله وال لېږدول کېږي او په خبره يې د دې کار تر شا د لوېديځ ځينو هېوادونو استخبارات دي.
هغه زیاته کړې:« د نړۍ له نورو سيمو افغانستان ته د وسله والو د انتقال له ثبتېدو سره وضعيت خراب شوی. د دې لپاره، چې باور وشي، دليل شته او د څو لوېديځو هېوادونو استخباراتي ادارې د دې کړنو تر شا دي؛ ځکه دوی لاهم پلانونه جوړوي چې سيمه بې ثباته کړي او د روسيې، چين، او ايران په ګاونډ کې د طالبانو دوښمنه تندلارو ډلو په وسيله دوامداره ناارامي رامنځته کړي.»
شويګو وايي، افغانستان ثبات ته د رسېدو لپاره سخته لار په مخ کې لري او دا ډاډ يې هم ورکړی چې دې هدف ته د رسېدو لپاره روسيه له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده.
هغه په دې اړه وايي:« افغانستان لاهم د وضعيت ثبات لپاره ډېر سخت کار ته اړتیا لري. روسیه چمتو ده چې په دې برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي چې د امنیتي ادارو له لارې له کابل سره د ترهګرۍ ضد او د نشه يي توکو پر ضد د همکاريو پراخول په کې شامل دي.»
اسلامي امارت تازه د نوموړي ادعاوو په اړه تر اوسه پورې غبرګون ښودلی نه دی، خو له دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې چې ګڼي په افغانستان کې دې وسلهوالې ډلې موجودې وي.
د سیاسي چارو شنونکي د روسيې دې لوړپوړي چارواکي څرګندونې د خپلو ګټو پر اساس ولاړې بولي او زياتوي چې موخه يې ښايي له افغانستان سره د پولو تقويه کول او پر منځنۍ اسيا د خپل رسوخ لا زياتولو ته پلمه وي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« له یوې خوا غواړي چې پر اسلامي امارت سره له دې چې دوی پر رسمیت پېژندلی، فشار هم وارد کړي او ترڅنګ یې خپلې هغه پولې چې له افغانستان سره لري د راتلونکې لپاره هغه تقویه کړې او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو باندې هم فشار وارد کړي ترڅو د دوی اوامرو ته او د دوی له منابعو په سمه بڼه استفاده وکړي. »
روسيه يوازېنی هېواد دی چې اسلامي امارت يې پر رسميت پېژندلی او د همدې رسميت پېژندنې په چوکاټ کې کابل او مسکو له يوه بل سره پر تعامل بوخت دي.
خو د مسکو دغه وروستی دريځ د شنونکو له لوري سخت ياد شوی او دا اټکل پېچلی بولي چې ولې له کابل سره پر نرمښت سربېره هم وخت ناوخت توند چلن کوي؟