نذیر احمد سلطاني هرات کې د شتر مرغ فارم لري. هغه ۷ کاله وړاندې دغه فارم جوړ کړی او اوس مهال شاوخوا لس جوړې شتر مرغان لري او له هرې جوړې په کلني ډول ۲۰ بچي ترلاسه کوي.
هرات کې د شتر مرغ فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا مخ په کمېدو ده، خو د نذیراحمد ډېری پېرودونکي له شمالي او ختیځو ولایتونو دي.
د هغه په خبره، د شتر مرغ یو میاشتنی بچی ۶ زره افغانۍ، غوښنو شترمرغانو بیه ۱۵ زره تر ۲۰ زره افغانیو او د یوه نسلي شتر مرغ بیه له ۵۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.
د شترمرغ فارم لرونکی نذیر احمد سلطاني وايي: « اوس مهال زما امکانات کم شوي او نه شم کولی کاپي شمېر شترمرغ بچي ترلاسه کړم. خو که امکانات وي، کولی شو ډېر شترمرغان تولید کړم.»
د نذیراحمد په فارم کې د شترمرغ له هګیو د بچیانو ترلاسه کولو لپاره یو ماشین له ایران راوړل شوی او په ۴۲ ورځو کې له هګیو بچي وباسي.
فارم لرونکي وایي، که امکانات ورته برابر شي کولی شي دې برخې ته لا ډېره وده ورکړي.
بشیر احمد سلطاني په دې اړه وايي: « زه اوسمهال ۲۰ شترمرغان لرم او کولی شم له هر شترمرغ حد اقل ۲۰ نور بچي ترلاسه کړم. کوم بچي چې زه دلته خپل فارم کې ترلاسه کوم، په کابل، مزار او نورو ولایتونو ته ځي او پلورل کېږي. د هغه ځای خلک ډېره لېوالتیا لري.»
بله خوا، د هرات کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې برخه کې لېوالتیا لرونکو کسانو ته يې روزنیز سمینارونه جوړ کړي او دا به د خلکو لېوالتیا زیاته کړي.
د هرات مالدارۍ آمر محمد عمر قاصد وايي: « موږ په خپل آمریت کې دوی ته سیمینار جوړ کړی و او دوی ته پوره آګاهي ورکړل شوې. له دې وروسته به هم کوشش وکړو چې دوی ته نور سیمینارونه جوړ کړو، ترڅو د خپل فارم حمایت وکړي او نور خلک هم وهڅوي چې دا ډول فارمونه جوړ کړي.»
د فارم لرونکو په خبره، هر یو کلن شتر مرغ شاوخوا ۳۰ کیلو خالصه غوښه او لس کیلو غوړي تولیدوي. په بازارونو کې یې هره کیلو غوښه ۵۰۰ څخه ۶۰۰ افغانیو او یو کیلو غوړیو بیه ۲ زره افغانیو ده.