Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي

عمران خان: د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان له چلن د شرم احساس کوم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

که څه هم له ايران او پاکستانه په جبر د افغانانو راستنولو دوام په افغانستان کې پر سرچينو فشار زيات کړی، خو په ځانکړې توګه پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومت پرېکړه د ياد حکومت د رقيبانو له مخالفت سره مخ ده.

پخواني لومړي وزير عمران خان چې د تحريک انصاف ګوند مشر او بنسټ اېښودونکی هم دی، د مسلم ‌ليګ ‌ن ګوند په مشرۍ د پاکستان حکومت دا پرېکړه په جدي توګه ننګولې او ويلي يې دي چې په داسې حال کې چې افغانان څو لسيزې په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې اوسېدلي، په جبر يې ايستل د بشري او اسلامي اصولو خلاف کار دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر زیاته کړې: « د افغانانو ایستل د اسلامي اصولو خلاف کار دی. زه د پاکستان د دې کړنې په اړه د شرم احساس کوم.»

بل پلو، په اسلام ‌اباد کې د پاکستاني سیاستوالو او مدنې فعالانو يوې ډ‌لې هم په شريکه د افغانانو جبري اخراج په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او هلته يې له حکومت غوښتي چې د دوی اخراج لپاره له ټاکلي مهلت په شا شي.

د ځينو پاکستاني سیاستوالو او مدني فعالانو په اعلامیه کې راغلي: « له حکومت غواړو چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې وروسته د پي او آر او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو په ګډون، له ۳ ميلیون زیاتو افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه پر خپل پلان له سره کتنه وکړي. دغه راز د پاکستان له حکومت غواړو چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو اصولو په رڼا کې چلن غوره کړي.»

که څه هم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو تازه اندېښنو په تړاو څه نه وايي، خو د سې ‌شنبې په ورځ د دې وزارت مسوولانو ته سپارښتنه شوې چې د کډوالو د راستنېدلو بلې احتمالي څپې ته چمتو والی ونيسي.

له دې سره سم، له پاکستانه په جیري ډول تازه را ایستل شوي ځینې کسان ادعا کوي چې له افغانانو سره د پاکستاني پوليسو ناسم چلن له بدتر شوی.

له پاکستان راستون شوی سراج الدین وايي: « کاروبارونه همداسې پاتې دي، د چا کاډي هغه خواته ولاړ دي، د چا د کور غړي او د چا هم د کور سامان پاتې دی. باید دواړه ملکونه سره کېني او دا خبره وکړي چې کډوال په عزت سره راواړوي. هغه کسان ډېر زلیله کېږي چې دیخوا را روان دي.»

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم له اسلام ‌اباده د هغه مهلت د غځولو غوښتنه کړې چې هلته مېشتو افغان کډوالو ته د ايستل کېدو په اړه ورکړل شوی دی.

د پاکستان حکومت په خپله تازه پرېکړه کې ویلي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نيټې به يو ځل بيا افغانستان ته په جبر د افغانانو د ستنولو لړۍ پيل شي. د دوی په خبره، د دې لړۍ په پایله کې به ۱.۳ ميليونه افغانان هېواد ته راستانه کړای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist