Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تاشکند ناسته کې له افغانستان سره د تعامل په موخه د ځانګړې تماس ډلې جوړېدوغوښتنه شوې

تاشکند ناسته کې له افغانستان سره د تعامل په موخه د ځانګړې تماس ډلې جوړېدوغوښتنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

د منځنۍ اسیا يو شمېرهېوادونو استازي د ازبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې راټول شوي او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې.

دوی له افغانستان سره د دوامداره ښکېلتيا په موخه د یوې ځانګړې تماس ډلې د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی.

د ازبېکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د يادو هېوادونو د استازو په خبره، دا ډله کولی شي د یوه خپلواک سیمه ‌‌ییز چوکاټ په توګه، د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ د منظمې همغږۍ او خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د ازبېکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « ګډونوالو د افغانستان په اړه د خپلواک او سیمه ‌‌ییز لید لوري پر لرلو ټینګار وکړ؛ ځکه د افغانستان جغرافیوي موقعیت او تاریخي ـ کولتوري اړیکې د دواړو لوریو تر منځ ګډ کار او همکاریو ته اړتیا لري. موږ له افغانستان سره ثبات، امنیت او پایدارې ودې لپاره ګډه سیمه ‌‌ییزه همکاري اړینه بولو.»

په دې ناسته کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا او د کولتوري اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت حکومت په تاشکند کې د منځني اسیا هېوادونو د استازو ناستې ته په اشارې وایي، غواړي له دغو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې پراخې اړيکې او همکارۍ ولري.

د چارواکو په خبره، له منځني اسیا هېوادونو سره به په اقتصادي، سوداګریزو، کولتوري او ټولنیزو برخو کې اړېکې پراخې کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ هم د منطقوي تماس او همغږۍ پر مؤثریت باورمند یو. افغانستان د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه د سیمه ییز اتصال او د منطقې د هېوادونو ترمنځ په ګډه همکارۍ کې خپل رول او ځای لري. موږ غواړو د سیمې له یادو هېوادونو سره زموږ اقتصادي، تجارتي، کولتوري او اجتماعي برخو کې همکارۍ لا زیاتې او پیاوړې شي.»

په تاشکند کې د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو له سرپرست حکومت سره د تعامل څرنګوالي په اړه هم نظرونه تبادله کړي او په سیمه‌ ییز امنیت کې يې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه کړې.

هغوی د ترهګرۍ، توندلارۍ، منظمو جرمونو او د نشه‌ يي توکو د قاچاق پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار کړی.

د چارو څارونکي بیا وایي، د منځني اسیا هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان په یو نه یو ډول تړلي پاتې شي، ترڅو په سیمه کې خپلې مهمې سټراټیژېکې ګټې خوندي او لاسته راوړي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو سټراټیژي او اندېښنې پر دوو محورونو باندې راڅرخي چې یوه یې امنیتي او بله یې اقتصادي او تجارتي ده. له امنیتي پلوه دوی دا اندېښنه لري چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي، د دوی د مخالفینو په تم ځای بدل نه شي.»

په تاشکند کې د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان رول د سیمې د پایدارې ودې په برخه کې هم مهم بللی او پرېکړه یې کړې چې ورته ناستې دې په منظم ډول په راتلونکي کې هم ترسره شي.

د هغوی په خبره، د تماس د ډلې راتلونکي فعالیتونه به د منځنۍ اسیا د هېوادونو دریځ پیاوړی کړي او د سیمې په پرمختګ کې به مرسته وکړي.

د چارو یوشمېر نور څارونکي بیا د منځني اسیا هېوادونو وروستیو ګامونو اوغوښتنو ته په اشارې وایي، اسلامي امارت باید له دې ډول فرصتونو سیاسي او اقتصادي ګټه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « موږ باید له دې ډول سیاسي او اقتصادي دريځ نه ښه استفاده وکړو. افغانستان اوس په هغه حالت کې نه دی، که څه هم یو شمېر ګاونډي هېوادونه کوشش کوي چې همداسې په انزوا کې وساتي، مګر ځینې داسې هېوادونه هم شته چې د منځنۍ اسیا هېوادونه یې د ساري په توګه یادولی شو.»

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د ازبېکستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان استازو ګډون کړی و او ټولو غاړو هڅه کوله چې په افغانستان کې له اوسني حکومت سره د سیاسي تعامل لپاره یوه لاره پرانستې پرېږدي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist