Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اندراګاندي روغتون کې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه

اندراګاندي روغتون کې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د سوري زړه پر ناروغۍ په کې اخته ماشومانو شمېر زيات دی او ډېر کله دغه ماشومان د درملنې لپاره بهر په ځانګړې توګه جرمني ته لېږل کېږي.

تازه د عامې روغتیا وزارت په صحت طفل یا اندراګاندي روغتون کې د يادو ناروغانو د درملنې لپاره د ۱۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت ځانګړی واټ پرانېست. د دې وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به ۵۰ بستره او دوه عملیات خونې ولري او په ورځنۍ توګه به په کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو ۴ عمليات ترسره کېږي.

د چارواکو په خبره، لا هم په سوري زړه ناروغۍ اخته ۱۴ زرو ماشومان د درملنې په تمه دي.

د عامې روغتيا وزارت معالجوي طب رییس وحدت الکوزی وايي: « دا څانګه د ۵۰ بسترو په اندازه ظرفیت لري او ۲ عملیات خانې لري چې کولی شو په اوسط ډول هره ورځ ۴ د زړه جراحۍ عملیات ترسره کړو. دغه قلبي واټ او عملیات خونې په مجهزو او عصري وسایلو سمبال دي.»

نوموړی زیاتوي، د دې څانګې له فعالېدو سره به د اکمال تخصص برخه هم فعاله شي، ترڅو مسلکي کسان په کې و روزل شي.

په ورته مهال، نور چارواکي وايي، که څه هم نړیوالو له روغتیايي سکټور سره خپلی مرستې کمې کړې دي، خو حکومت له خپلو عوایدو د روغتیا سکټور تر پخوا ښه په پښو درولی او هڅه کوي چې لرې پرتو سیمو ته هم خدمات ورسوي.

د چارواکو په خبره، په یاد روغتون کي به په کلني ډول د سلګونو ناروغانو درملنه کېږي او ټول اړین امکانات به په واک کې ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « تاسو وګورئ، موږ له نړیوالو بندیزونو سره مخ یو، زېرمې مو کنګل دي، بانکي سیسټمونه مو تر بندیزونو لاندې دي، خو بیا هم له خپلو موجوده منابعو څخه په کارولو وتوانېدو چې د طبابت په برخه کې ستر او تاریخي ګام پورته کړو. ستاسو به یاد وي، کله چې د سره صلیب ادارې په ناڅاپي ډول زموږ له روغتونونو او روغتیايي مرکزونو څخه لاس واخیست، د عامې روغتیا وزارت وتوانېده چې د دوی تر پوښښ لاندې روغتونونو روغتیايي پرسونل چې تعداد یې د ۱۰ زرو تنو په شاوخوا کې و، له معاش نیولې تر نورو روغتیايي او درملیزو توکو پورې، ټولې اړتیاوې له حکومتي بودیجې تمویل کړي.»

د عامي روغتیا وزیر دغه راز وايي، دا چې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضیعت ښه نه دی او نه شي کولی خپل ناروغان له هېواد څخه بهر انتقال کړي، نو یاد روغتون به د درملنې په برخه کی زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

له بلې خوا، د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو غواړي چی روغتیايي سکټور دې له سیاست سره نه تړي او په  دې برخه کې دې د افغانستان له خلکو سره مرستې جاري وساتي.

امیرخان متقي زیاتوي، ځینې کسان د افغانستان د روغتيايي سیسټم پر وړاندې منفې تبلیغات کوي، خو دا کسان به هېڅ وخت خپلو موخو ته ونه رسېږي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي: « له نړیوالو مرستندویه سازمانونو، موسسو او هېوادونو زموږ جدي غوښتنه دا ده چې بشري موضوعات د له سیاست سره نه ګډوي او دغه راز هڅه دې وشي چې مرستې پراختیايي مرستو ته واوړي، ترڅو دلته زیربناوې تقویه شي، ترڅو بنیادي کارونه وشي او زموږ خلک په خپل کور کې هوسا شي.»

چارواکي دا هم وايي چې هڅه کوي د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره په ولایتونو کې هم ورته څانګې پرانیزي او درملنه يي وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist