د سي.اېن.اېن ۱۸ په نوم رسنۍ د هندي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې نوی ډيلي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې هند ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقی پر رسمي سفر محدودیت لرې کړي.
په راپور کې راغلي، نوي ډيلي د متقي دې سفر ته ټول لوجسټیکي او ډېپلوماټیکې چوپړتیاوې چمتو کړې دي او د اسلامي امارت له لوري یې مثبت ځواب هم ترلاسه کړی.
په راپور کې ویل شوې، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرچینې هم ورته تایید کړې چې د دې سفر په اړه یې رسمي غوښتلیک ترلاسه کړی چې د ملګرو ملتونو له مجوز ترلاسه کولو وروسته به ترسره شي.
سرچینې د هندي چارواکو له خولې لیکلي: « نوي ډیلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی رسمي سفر ته ټول لوجسټیکي او ډېپلوماټیک چمتوالی نیولی. موږ اوس مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سفر محدودولو او څار کمېټې پرېکړو ته منتظر یو چې کره نېټه به یې وروسته اعلان شي.»
د راپور په یوه بله برخه کې د ملګرو ملتونو د یوې سرچینې د قول پر بنسټ راغلي، د اسلامي امارت پر چارواکو د سفر محدودولو ۱۹۸۸ کمېټې د دې سفر په اړه بحثونه پیل کړي دي.
د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۸ مه نېټه، د نوي ډيلي او کابل ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړېکو ټينګښت لپاره لومړی د لوړې کچې کتنه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم میسري ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.
د دې لیدنې اجنډا دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ او د هند له لوري افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار و.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ما مخکې هم دا خبره کړې چې له روسیې وروسته ښايي هند دویم هېواد شي چې اسلامي امارت به پر رسمیت وپېژني؛ ځکه دغه کار د تاریخ په اوږدو کې شوی. که هند له افغانستان سره په اقتصادي او ډېپلوماټیکو چارو کې همکاري ولري، دغه کار دواړو هېوادونو ته پر ګټه دی.»
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځي وايي: « د افغانستان لپاره ضروري ده چې چارواکي یې نږدې هېوادونو ته سفرونه ولري او د هغوی له چارواکو سره وګوري. په دغو ناستو کې د امنیت، اقتصاد او سیاست په اړه نظرونه شریکېږي؛ خو دا بندیزونه او محدودیتونه به افغانستان نور هم څنډې ته کړي. په دې سره په قصدي توګه د افغانستان د اقتصادي اتصالي نقطو د نښلولو مخنیوی کېږي.»
بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه نوي ډيلي ته د مولوي امیرخان متقي د سفر په اړه څه نه دي ویلي او نه یې د رسمي بلنلیک تر لاسه کولو او د سفر بندیز په اړه غبرګون ښودلی.