Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مالیې وزارت متقاعدینو ته د تقاعد حقوقو ورکولو لړۍ پیل کړه

مالیې وزارت متقاعدینو ته د تقاعد حقوقو ورکولو لړۍ پیل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/26

متقاعدینو ته د دوی د مالي امتيازونو ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې جوړولو په اړه د اسلامي امارت د رهبر له فرمان ۹ میاشتې وروسته، تازه مالیې وزارت اعلان کړی چې د بېلابېلو ادارو متقاعدینو ته د هغوی د حقوقو ورکولو لړۍ یې د دوشنبې په ورځ پيل کړه. 

سلګونه متقاعدین له دې اعلان وروسته د تقاعد امتياز ترلاسه کولو لپاره کابل کې د ماليې وزارت د خزانې ریاست مخې ته راټول شوي او د حکومت وروستۍ پرېکړې په اړه د خوښۍ ښودلو ترڅنګ، د تقاعد ژر ورکړې غوښتنه کوي.

متقاعد دولتي کارکوونکی احمد مایار وايي:« اوس دا دی تقاعد اجراء کېږي. دلته هر متقاعد ۴۵ کاله کار کړی او د خپلو حقونو غوښتنه کوي. موږ له حکومت غوښتنه کوو چې دا پروسه جدي او چټکه کړي، ځکه چې وخت ډېر وتلی او خلک سخت محتاج دي.»

متقاعد سید عباس وايي:« له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د خلکو دا مسلم حق ژر تر ژره ورکړي، ترڅو له ستونزو خلاص شي.»

ځينې نور متقاعدین وایي، څلور لسیزې یې د هېواد او خلکو په چوپړ کې تېرې کړې او تېرو څلور کالو کې د تقاعد نه ترلاسه کولو له امله سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوي دي.

دوی له مالیې وزارت غواړي چې د تقاعد حقونه یې ژر ورکړي.

متقاعد عبدالخالق وايي: « باید هر وزارت ته په دوه، درېیو تر پنځو ورځو پورې تقاعد اجراء شي او ټولو ته خپل حق ورکړل شي، دا به ډېر د خوښۍ ځای وي.»

متقاعد حامد وايي: « که حکومت همکاري وکړي او مرسته وکړي چې زه خپل حقوق واخلم او د ناروغۍ درملنه مې وکړم، دا به ډېر ښه شي. څلور کاله کېږي په دې حقوقو پسې سرګردانه یو.»

د مالیې وزارت د يوې خبرپاڼې له مخې، د متقاعدینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به د ملکي او نظامي متقاعدینو معاش له منظم مهالوېش سره سم، د تقاعد ځانګړې محکمې او اړوند څانګو سره په همغږۍ ورکړل شي.

له دې سره سم، د مالیې وزارت د تقاعد د خزینې رییس وایي، دا مهال ۱۵۰ زره متقاعدین د حکومت له لوري تثبیت شوي دي. 

د مالیې وزارت د تقاعد خزینې رییس مولوي محمد رحماني وايي: « اوله کټه ګوري چې همدا اوس پیل شوې، د هغو متقاعدینو ده چې تثبیت شوي دي، اسناد او سوانح یې د تقاعد په نامه راغلي دي. د دغو کسانو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره تنه دي.»

د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به د یوې میاشتې په موده کې د سټنډرډ ملي ادارې، پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي ادارې، د بدني روزنې او ورزش ادارې، پاسپورټ عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت متقاعدینو ته خپل حقوق ورکړل شي.

د مالیې وزارت د تقاعد د خزینې رییس زیاتوي، د پاتې ادارو د متقاعدینو د حقونو ورکړې مهالوېش به هم د روانې وږي میاشتې پر ۲۵مه اعلان شي.

د مالیې وزارت د تقاعد خزینې رییس په دې اړه وايي: « ادارې معلومې دي او هره اداره به په خپل نوبت، ټاکل شوې نېټې او ورځې کې د ادارې نماینده او متقاعدین راځي او حقوق به اخلي. کله چې دا خلاص شي، بیا به بله اداره پيل کېږي.»

د چارو کارپوهان بیا د هېواد روان وضعیت ته په کتو د حکومت دغه پرېکړه ستایي او غوښتنه کوي چې دغه لړۍ دې نوره هم چټکه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist