Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین: پاکستان له افغانانو نږدې ۲۰ زره لارۍ اېسارې کړې

د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین: پاکستان له افغانانو نږدې ۲۰ زره لارۍ اېسارې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/26

په پاکستان کې د افغانانو اړوند ټرانسپورټي شرکتونو استازي کابل ته راغلي او ورسره په یاد هېواد کې د کېدونکي ناسم چلن او بې عدالتۍ له امله شکایت کوي.

دوی وايي، پاکستان د افغانانو هغه ټرانسپورټي لارۍ درولې دي چې نمبر پلېټ يې د دې هېواد دی او افغان موټر چلوونکي ته یې د چلولو اجازه نه ورکوي.

د دوی په خبره، دغه ټرانسپورټي لارۍ چې د افغانانو مکلیت دی، پخوا به يې د وېزې په اخیستلو سره د افغانانو له لوري چلول کېدې، خو اوس پاکستان دا حل لاره نه مني او په يوه او بله پلمه يې له افغانانو ستنول غواړي.

د ټرانسپورټي شرکتونو استازی حاجي فرمان ګل شینواری وايي: « یوه میاشت وړاندې د پاکستان له لوري دا امر راغی چې په پاکستاني موټر کې باید پاکستانی ډرېور وي. همدارنګه هغو ډرېورانو ته یې هم اجازه نه ورکوله چې د پاکستان وېزه یې درلوده. دا لارۍ زموږ خپلې دي، ملکیت زموږ دی، خو یوازې پلټ یې د پاکستان دی. موږ یوازې د کراچۍ له بندر تر کارخونو پورې ۳۴ زره روپۍ ټول پلازه د پاکستان حکومت ته ورکوو. موږ د پاکستان له حکومت غواړو چې زموږ لاریو د تګ راتګ اجازه وکړي.»

د ټرانسپورټي شرکتونو یو بل استازی نور نظر شینواری وايي: « پاکستان په خپلو ټولو بندرونو کې هغه لارۍ ایسارې کړې دي چې ملکیت یې د افغانانو او نمبر پلټ یې پاکستانی دی.»

په پاکستان د افغانانو په مالکيت د ټرانسپورټي شرکتونو استازي وايي، د دغو درول شویو لاریو شمېر ۲۰ زرو ته رسېږي چې د افغانانو ملکیت دی، خو یوازې نمبر پلیټ یې د پاکستان دی.

د دوی غوښتنه دا ده چې باید د سیاسي فشار وسیله ونه ګرځي او پاکستانی لوری باید ورته ستونزې جوړې نه کړي.

د ټرانسپورټي شرکت استازی حاجي ظاهر الله ظاهر وايي: « زموږ د مالوماتو له مخې، یوازې د شینوارو له ۵ زرو ډېرې لارۍ دي چې پاکستاني پلېټونه لري او د هرې یوې قیمت له ۱۰ میلیون تر ۳۰ میلیون پاکستانۍ کالدارو پورې دي. که دا رقم د ټول افغانستان په سطحه اټکل شي، تر ۲۰ زرو زیاتې لارۍ زموږ په پاکستان کې چلېږی. د دوی پلان دا دی چې په پاکستان کې د افغانانو له خوا پېرل شوې لارۍ ودروي یا یې پاکستانیانو ته ورکړي. دوی په دې سره خپل خلکو ته کار او وړیا سرمایه په لاس ورکوي.»

په ورته مهال، د افغاستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه په ټرانسپورټ کې د پاکستان له لوري دا رامنځته شوې ستونزه مني، خو وايي د حل لپاره يې هڅې پیل کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس نقیب‌الله ساپی وايي: « یو تعداد لارۍ داسې هم دي چې مالک یا ډرېور یې افغان دی خو لارۍ پاکستانی پلېټ لري. د دې خلکو د وېزو ستونزه وه چې موږ له مسوولینو سره شریکه کړې، د حل لاره هم ورته پيدا شوي او موږ ته ژمنه راکړل شوې چې دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي.»

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، موده وړاندې یې د توکو پر ټرانزیټ او همدا راز د سوداګرۍ او ټرانزیټ د لا پراختیا لپاره له پاکستان سره هوکړې کړې دي.

د صنعت او سوداګر وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد وايي: « د ټرانزیټي تسهیلاتو، فني ټیمونو جوړولو او تجارت د پراختیا لپاره د دواړو خواوو ترمنځ رغنده تفاهم رامنځته شوی.»

د نورو برخو ترڅنګ، په سوداګرۍ او ټرانزیټي برخو کې هم پاکستان تل له افغانستان سره دوه مخی چلن کوي او دا هېواد تل د افغانستان ټرانسپورټ او محصولاتو د ټرانزیت پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي چې له امله یې پر موټرو کې بار د افغانستان کرنیز تولیدات او میوې خرابې شوې او یاهم  پر وخت بازار ته نه دي رسېدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist