د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو.اېن. هبیتات) د افغانستان لپاره د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د سټراټیژیکو لومړیتوبونو راپور شریک کړ.
په دې راپور کې د افغانستان اوسني ټولنیز وضعیت، د ښځو او نجونو ژوند، اقتصادي حالت او د افغانستان په ښارونو کې د نفوسو بې مخینې زیاتوالي په اړه څرګندونې راغلې دي.
په راپور کې اوږدمهاله جګړې، سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي بحران او اقلیم بدلون د خلکو د ناوړه ژوند اصلي لاملونه ښودل شوي او راغلي چې شاوخوا ۲۳میلیونه افغانان له فقر سره مخ دي.
د راپور یوه برخه: « اوږدمهاله جګړې، سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي بحران او اقلیم بدلون اغېزې په افغانستان کې د لوږې او فقر اصلي لاملونه دي. په دې هېواد کې شاوخوا ۲۳میلیونه وګړي له فقر سره مخ دي او په ناوړه بشري وضعیت کې ژوند کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته له دې ننګونو وتل ناشوني دي. زه هیله لرم د افغانستان اوسنی حکومت هم په خپلو پالیسیو کې بدلون راوړي، ترڅو له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نښلېدلو لپاره ګامونه پورته شي او دغه راز د بشردوستانه خدمتونو لپاره کار وشي، همدارنګه نړیواله ټولنه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو، د ستونزو د هواري په موخه خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.»
د راپور بله برخه د افغانستان په ښارونو کې د خلکو ژوند ته ځانګړې شوې.
په دې برخه کې د ښارونو غیرپلاني وده او د خلکو د مېشتېدنې تراکم د اندېښنې وړ بلل شوي او ویل شوي چې شاوخوا ۷۳سلنه وګړي په غیر پلاني استوګنځایونو کې اوسېږي.
د راپور یوه برخه: « میلیونونه خلک د کورنیو جګړو او له ګاونډیو هېوادونو تر راستنېدو وروسته په غیرپلاني مېشت ځایونو کې ژوند کوي. شاوخوا ۷۳سلنه ښاریان په غیر رسمي مېشتځایونو کې اوسېږي چې دې چارې یې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی ستونزمن کړی.»
حکومت بیا وایي، په ښارونو کې غیرپلاني وده او ښارګوټي ورته له تېرو حکومتونو په میراث پاتې دي او د پلاني کېدو لپاره یې دوی عملا هڅې پیل کړې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وايي: « د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې د تېرو دورو او رژیمونو د اړوند مسوولینو د نه پاملرنې له امله په افغانستان کې غیر پلاني وده او پراختیا تر ډېره حده رامنځته شوې چې هم یې حکومت او هم یې ولس ته ستونزې جوړې کړې دي. له هغه وروسته چې اسلامي امارت بیاځل په بشپړه توګه حاکمیت پيدا کړ، دې برخې ته جدي پاملرنه شوې. د کور او ښارجوړونې وزارت هڅې پیل کړې چې اوسنۍ غیر پلاني وده او پراختیا مهار او اصلاحات په کې راولي او په راتلونکي کې یې مخنیوی وکړي.»
د ملګرو ملتونو یادې ادارې همدا راز په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره پر زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز ژوند محدودیتونه هم د اندېښنې وړ بللي.
د چارو شنونکي بیا وایي، افغان ښځو ته د زده کړو او کار زمینې برابرول د هغوی د ژوند اصلي اړتیا ده او باید له پامه ونه غورځول شي.
د ښځو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي: « د افغان نجونو لومړیتوب لوړ کیفیت او برابرو زده کړو ته لاسرسی او له ټولنیزو ملاتړ او امنیت برخمنتیا ده؛ ترڅو له وېرې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي. مرستې باید د هغوی پر اقتصادي پیاوړتیا، تحصیلي بورسونو ورکولو او کارموندنې باندې تمرکز ولري.»
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د خپل راپور په پای کې ډاډ ورکړی چې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي د ښاري پراختیا، د کورونو جوړولو د وګړو د ژوند ښه کېدو لپاره د هغوی بشپړ لاسنیوی وکړي.