د غاښونو درملنه او د غورځېدلو غاښونو بېرته کېنول، نوې خبره نه ده؛ خو دا ځل بلخ کې د دې برخې ډاکټرانو ډاډ ورکړی چې له جراحۍ پرته به د دې برخې درملنه کوي.
په همدې موخه بلخ کې د غاښونو برخې ډاکټرانو لپاره سیمینار پرانیستل شوی چې کولی شي له دې لارې د غاښونو مسلکي او لنډه موده کې درملنه وکړای شي.
د سیمینار جوړونکی ډاکټر عبدالله ګربز وايي: « زموږ دا سیمینار به پنځه ورځې دوام کوي. دا سیمینار د غاښونو د کېنولو په برخه کې دی. په دې سیمینار کې موږ داسې عصري لاره ورښیو چې ناروغ به په ۳ ورځو کې روغتیا ترلاسه او په غاښونو خوراک وکړي. د دې سیمینار لپاره له بدخشان، تخار، فاریاب، سرپل، غزني او کابل څخه ډاکټران راغلي او کډون یې کړی.»
یو شمېر ډاکټران بیا د دې نوي سیسټم رامنځته کېدو هرکلی کوي او وایي، د غاښونو پخوانۍ درملنه په دې مسلکي نه ده چې د ناروغ درملنه میاشتو میاشتو ته غځېږي، خو دا سیسټم کولی شي په درېیو ورځو کې تطبیق اوعادي حالت ور وګرځي.
د غاښونو د درملنې متخصص ډاکټر نجیب الله عزیزي وايي: « زه ډېر خوښ یم چې په دې سیمینار کې مې ګډون کړی. موږ باید خپلو هېوادوالو ته د درمنلې نوي مېتودونه او انکشافات راوړو.»
د غاښونو ډاکټر عید محمد هاشمي وايي: « دا د غاښونو د درملنې بشپړ نوی مېتود دی او له پخوانیو مېتودونو سره یې توپیر دا دی چې ډېر لږ وخت نیسي.»
د سیمینار ګډونوال دغه راز وایي، د ورکشاپ له پای ته رسېدو سره سم به خپلو سیمو کې په نوي او مسلکي ډول د مراجعینو درملنه کوي.
د سیمینار ګډونوال ډاکټر قاسم سعید وايي: « پخواني مېتودونه د هغو کسانو لپاره د تطبیق وړ نه وو چې د هډوکو جوړښت یې نازک و. دا نوی سیسټم ډېر ښه سیسټم دی او کولی شي په ډېرو کمزرو هډوکو کې هم تطبیق شي.»
د سمینار ګډونوال ډاکټر نصیر احمد نوري وايي: « موږ په دې سیمینار کې د غاښونو د درملنې نوې ټکنالوژي زده کوو. د دې سیسټم ښه والی دا دی چې کوم کسان چې خپل غاښونه یې ډېر مخکې له لاسه ورکړي، کولی شو نوي غاښونه ورته کېنوو.»
له دې ټولو سربېره، ډاکټران پر هېوادوالو غږ کوي چې د غاښونو ساتنې ته دې ځانګړی پام وکړي.
دوی د ګاز لرونکو څښاک توکو څښلو، د نشه يي توکو کارولو او خوږو له خوړولو وروسته د غاښونو نه وینځل د غاښونو ناروغیو او دردونو لوی لاملونه ګڼي.