د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع وزارت چارواکو له خوا له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت د طب پوهنځی پرانیستل شو.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر احرار پرانستغونډه کې د خبرو پرمهال وویل، د ملي دفاع وزارت له بودیجې د ۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د طب پوهنځي پرانیستلو موخه د وسله وال پوځ پر پښو درېدل او د اړتیا پرمهال د امنیتي ځواکونو سربېره، خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسول دي.
احرار زیاته کړې، پخوا د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې پوځي ډاکټران نه و او ډاډ ورکوي چې دوی به د هېواد هرې برخې ته متوازن طبي خدمات ورسوي.
احرار په دې اړه وايي: « زموږ هېواد په علمي، معنوي، مادي او هر لحاظ داسې اشغال شوی و چې زه د لومړي ځل لپاره دلته راغلم او محاسبه مې وکړه، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې یو نظامي ډاکټر هم نه و.»
د طب پوهنځي یو تن استاد ذبیح الله وايي: « د نظامي طب پوهنځی چې د وسله وال پوځ د طبي علومو پوهنځي تر نامه لاندې به فعالیت کوي، په مجهزو درسخونو، لابراتوارونو، سمبال کتابتون او اداري کارونو لپاره داسې امکانات ولري چې په نږدې راتلونکې کې به نه یوازې د اسلامي ملي اردو، بلکې د افغانستان منځني او عالي طبي کادرونه وروزي.»
د لوړو زده کړو وزارت معین وایي، هېواد کې روغتیایي ستونزې پرخپل ځای دي او په خبره یې لاهم د هېواد ډېری ناروغان پاکستان ته وړل کېږي چې دغه وضعیت ورته د منلو نه دی.
دوی د روانو ستونزو او ننګونو پر حل ټینګار کوي.
له دې سره جوخت، د اریانا افغان شرکت مسوولینو د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د نوي پوهنځي ایجادول د نظامي قوت لپاره مثبت ګام ګڼي او په وینا یې، دې سره به د افغانستان روغتیایي سکټور لا پیاوړی شي.
د اریانا افغان شرکت رییس ملا بخت الرحمن شرافت وايي: « د دغه شان ادارو او بنسټونو جوړول د هر چا کار نه دی.»
دعامې روغتیا وزارت خدماتي معین عبدالولي حقاني وايي: « هغه دا چې افغانستان د پوهې، زده کړې، علم او تخصص له لارې د خپل ر اتلونکي ضمانت کولی شي.»
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وایي، د ملي اردو ځان بسیاینې لپاره د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د طب پوهنځي رامنځته کېدل لوی ګام دی او په خبره یې، د هېواد روغتیایي سکټور باید له تجارتي بڼې راووځي، ترڅو خلک پر وخت سره روغتیایي خدماتوته لاسرسی ولري.
چارواکو له هېواده پر وتلو ډاکټرانو غږ وکړ چې هېواد کې یې سر او مال خوندي دی او بېرته دې هېواد ته راستانه شي.
د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي وايي: « هغه ټول کادرونه چې یو وخت یې د هېواد د خدمت ټټر واهه، خو د تحولاتو له امله یې هېواد پرېښود، شخصي ژوند یې د دوی خپل کار دی خو ټولنیز ژوند باید مطرح وي.»
د ملي دفاع وزارت لوی درستېز قاري فصیح الدین فطرت وايي: « زموږ خلک تر درد لاندې وي، خو دوی د حساب ماشین په لاس کې وي او پیسو ته حساب کوي. امام شافعي وايي، له دینې علومو وروسته بهترین علم طب دی.»
د چارواکو په خبره، یاد پوهنځي کې زده کړیالانو ته د نظري او عملي زده کړو سربېره میاشتني امتیازات هم په پام کې نیول شوي او له دوی غواړي چې خپلو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو راتلونکي کې خلکو ته په وخت روغتیایي خدمات ورسوي.