Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د پاسپورټونو کور په کور رسولو لړې پیل شوه

هرات کې د پاسپورټونو کور په کور رسولو لړې پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/13

په هرات ولایت کې د پاسپورټونو کور په کور د رسولو بهیر رسماً پیل شوه.

 د مسوولینو په وینا، له کابل وروسته هرات دویم ولایت دی چې په کې د افغان پست دولتي شرکت له لارې غوښتونکو ته پاسپورټونه د هغوی تر استوګنځای رسول کېږي.

د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب وايي:« موږ به خپل خدمت ته ادامه ورکوو، دا دی خبره دې ځای ته را ورسېده چې پاسپورټ به کور ته دروړل کېږي. وخت د بچت، پیسې دې نه مصرفېږي، ستړی کېږې نه، خو خدمات درته وړاندې کېږي.»

همدارنګه د افغان پست مسوولین وایي، د کور په کور پاسپورټ رسولو خدمت ترڅنګ تحصیلي او نور مهم اسناد هم له  ولایتونو مرکز او له مرکز ولایتونو ته لېږدوي.

دوی وایي، دا لړۍ به په راتلونکو مرحلو کې نورو لویو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د افغان پست دولتي شرکت عمومي رییس رحمت الله مکي وايي: « موږ دلته یو داسې پروګرام راوړی چې د ولس د اسانتیا لپاره دی. د دې اسانتیا له مخې به د هر کس پاسپورټ د هغه کور، دوکان، شرکت یا هر ځای چې دی یې غواړي، ور رسول کېږي.»

هرات کې د افغان پست آمر غلام سعید حارث وايي: « دا ډېر ګټور خدمات دي. هغه کسان چې کسب او کار لري یا مامور دی، له دې وروسته اړتیا نه لري چې له ادارې رخصت واخلي او تر لرې ځایونو په پاسپورټ پسې لاړ شي، بلکې اوس کولی شي د ۱۰۰ افغانیو په بدل کې خپل پاسپورټ د کور په دروازه کې ترلاسه کړي.»

په همدې حال کې ځايي چارواکي د پاسپورټ غوښتنلیک ثبتولو او نورو برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.

 د هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « هرات له مرکز کابل وروسته دویم ولایت دی چې د دې خدماتو لپاره انتخاب شوی او دا یوه ښه پروسه ده. باید د کور آدرسونه او د ټیلفون شمېرې دقیق ولیکل شي، ترڅو دا پروسه نتیجه ورکړي. باید له دې زرین فرصت ښه ګټه واخلو او اجازه ورنه کړو چې افغان پست له خپل پیل کړي کار پښېمانه شي.»

د مسوولینو د ملوماتو له مخې، تېر کال کې هرات کې ۳۲۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي، خو اوس د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولینو مالومات ښيي  چې د پاسپورټ تقاضا کمه شوې او په ټول هېواد کې په ورځني ډول ۳ زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist