له ایرانه په راستنو شویو کورنیو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي چې د ایراني پولیسو له بد چلن شکایت کوي او په خبره يې له سخت سپکاوي سره مخ شوي.
دوی وايي، له ایرانه په جبري ایستلو يې زده کړې نیمګړې پاتې شوې او له سرپرست حکومت غواړي چې د زده کړو په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
له ایران راستون شوی کیهان وايي: « په لومړي سر کې یې څه نه ویل، خو وروسته یې بیا موږ ته ویل چې تاسو افغانان وچه ډوډۍ خورئ. ما تر شپږم ټولګي لوست وکړ او بیا له ایرانه اخراج شوم، اوس افغانستان کې یم.»
له ایرانه راستنه شوې حفیظه وايي: « زه یې له ښوونځي و ایستم او راته یې وویل چې نه شې کولی دلته درس ووايې. تازه مې کارت اخیستی و، خو هغه یې هم قیچي کړ. پلار مې د وتلو فورمې واخیستې او پرته له دې چې پیسې یې له بانک وباسي، افغانستان ته راغلو.»
له ایران راستون شوی مرتضی وايي: « دوې ورځې کېږي چې راغلی یم، غواړم درس واویم او خپل هېواد کې کار وکړم. له ټولو هېوادوالو غواړم چې بېرته افغانستان ته راشي، ترڅو په ګډه یې جوړ کړو.»
بله خوا، د هرات ځایي مسوولین وایي، د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره تعلیمي زمینې برابرېدو ته ژمن دي او د روان ښوونیز کال له پیل راهیسې یې ۱۶۶۰ تنو له ایران او پاکستان راستنو شویو ماشومانو ته ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې.
د هرات پوهنې رییس رحمت الله جابر وايي: « د هرات پوهنې ریاست د خپلو راستنو شویو کډوالو په وړاندې د مسوولیت احساس کوي. موږ وکولی شي د ۴۱۰۴ کال له پيل راهیسې ۱ زره ۶۶۰ تنه زده کوونکي په رسمي او غیر رسمي توګه دولتي او خصوصي ښوونځيو ته جذب کړو.»
دا ماشومان داسې مهال په کوردننه د زده کړو برابرېدو غوښتنه کوي چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، روان کال ۸۰۰ زره ماشومان هېواد ته راستانه شوي چې یو شمېر يې د کورنیو سرپرستي پر غاړه لري.