د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي پر مشرۍ یو حکومتي پلاوی د قرغېزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره ياد هېواد ته رسېدلی.
د دې وزارت مسوولین وایي، قرغېزستان ته تللی پلاوی به پر دوه اړخیزو لیدنو کتنو سربېره، په یوه ځانګړې ناسته کې خبرې وکړي او زياتوي چې حکومت په سيمه کې اقتصاد محور تګلاره تعقیبوي او پر اساس یې د بېشکېک اقتصادي فورم په څېر له اقتصادي فرصتونه ګټه اخلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست الحاج نور الدین عزیزي پر مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د قیرغېزستان جمهوریت په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی. دغه سفر د قرغېزستان جمهوریت په رسمي بلنه شوی او په کې به د اسلامي امارت پلاوی د دوه اړخیزو لیدنو کتنو ترڅنګ، د پنل په یوه غونډه کې هم ګډون او وینا ولري. دغه ناسته د اقتصادي او تجارتي همکاریو په اړه د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او نظرونو راکړه ورکړې لپاره یو ښه فرصت دی.»
بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه بېشکېک ته د نورالدين عزيزي سفر د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره مهم ګام ګڼي او په خبره یې، دا مهال د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه له ۶۰۰ میلیونو ډالرو ډېره ده.
د دې خونې مسوولین وايي، منځنۍ آسیا هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « قرغېزستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر سرشاره غذايي او خام مواد لري او اړتیا ده چې افغانستان ته یې صادر کړي. په ځانګړې توګه غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي مواد. موږ هر کال له ۶۰۰ میلیونو ډالرو زیات له قرغېزستاان سره تجارت لرو او دا کچه ورځ تر بلې لوړېږي. له دې سره، موږ قرغیزستان ته صادرات هم لرو او یوازې تېر کال مو له ۵ تر ۸ زرو ټنو کچالو صادر کړي، همدارنګه تازه مېوه هم ځي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بيا د ګډې کاري ډلې جوړېدل، د سوداګرۍ وده، ټرانزیټي همکاريو زیاتوالی، د دواړو هېوادونو او سیمې له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ګټه اخیستنه د کابل او بېشکېک پر ګټه بولي.
دوی په ورته غونډو کې د سرپرست حکومت د پلاوي ګډون د منځنۍ آسیا له هېوادونو او په ځانګړي ډول له قرغېزستان سره د متقابلو د همکاریو زياتوالي په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « په ټولیزه توګه افغانستان له قرغېزستان سره ښې اړیکې لري او موږ دې هېواد ته غیر الکولي څښاک او نوشابه او دغه راز وچه مېوه صادروو. که دا اړیکې نورې هم ټینګې شي، موږ کولی شو د دې هېواد له لارې د روسیې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړو. دا ناسته د افغانانو لپاره یو ښه فرصت دی چې د پانګونې پر فرصتونو بحث وکړي او موږ هغه اساسي توکي له قرغېزستان وارد کړو چې ورته اړتیا لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه قرغېزستان هڅه کړې چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته له افغانستان سره خپلې ډېپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د افغانستان له لارې د سوېلي آسیا بازارونو ته خپل لاسرسی خوندي کړي.