Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ښار کې د ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د پلو لارو جوړولو چارې پيل شوې

خوست ښار کې د ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د پلو لارو جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/13

د خوست ښاروالۍ له خوا د پلو لارو جوړولو دا پروژه چې د ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې پلې کېږي، نږدې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته د تګ راتګ پرمهال ګڼې اسانتياوې برابرې شي.

د مسوولینو په خبره، په نږدې راتلونکي کې به خوست ښار کې د ورته نورو پلو لارو د جوړېدو چارې هم پيل شي.

خوست ښاروال شهزاد نور راشد وايي: « خپله هڅه کوو او کوشش مو پيل کړی دی. تېر کال مو هم د دولتي ادارو شاوخوا پياده روونه جوړ کړل او سږ کال هم کارونه روان دي. راتلونکو څو ورځو کې به د ښار پیاده روونه او د مارکېټونو مخې هم جوړې کړو.»

په ورته مهال، خوست ښاريان وايي، دا مهال په ښار کې دننه زياتره پلې لارې خرابې دي چې له امله یې ګڼې ستونزې رامنځته شوې.

سره له دې چې ښاریان د دغو لارو جوړول د ګڼو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره مهمې بولي، ترڅنګ یې زیاتوي چې ورسره به ښاري ښکلا هم زیاته شي.

 د خوست ښار اوسېدونکی محمد الرحمن وايي: « دا ډېره لویه اسانتیا ده چې ښار او سړکونه پياده روونه ولري، د اوبو لپاره لښتي ولري، له دې سره ډېرې ستونزې حل کېږي. که پیاده رو ښکلی او صفا وي، ښار ورسره ښایسته کېږي.»

 د خوست ښار اوسېدونکی سیف الرحمن وايي: « دلته چې هر ښاروال او هر نظام راځي، په دې یوه سړک یې څلور پنځه ځله مصرف کړی. دا د خلکو او ولسونو پیسې دي، باید سمې مصرف شي.»

که څه هم په وروستیو کالونو کې د نویو پروژو په تطبیق سره د خوست ښار په بڼه کې مثبت بدلون لیدل کېږي، خو د منظمو پلو لارو نه شتوالي ترڅنګ د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د اساسي حل په برخه کې لاهم جدي ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist