د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شبکو د پوښښ ساحو له پراخېدو خبر ورکوي او وايي، یوازې په تېرو وروستیو څو کلونو کې څه د پاسه ۴ میلیونه تازه مشترکین زیات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، اوس په ټول هېواد کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۲۶ميلیونه فعال سیمکارټونه شته او له لارې یې ۹۰ سلنه خلک په خپلو ورځینو چارو کې له مخابراتي شبکو ګټه اخلي.
په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې خلک د مخابراتي شبکو له کیفیت شکایت کوي، په تړاو یې الکوزی وايي، د دې ستونزې د حل لپاره به جدي ګامونه پورته شي.
الکوزی زیاتوي:« د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د وروستیو ارقامو پر اساس، تر دې دمه د هېواد ۹۰ سلنه وګړي له مخابراتي خدمتونو ګټه اخلي. اوس مهال موږ په ټول افغانستان کې ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه لرو چې د بېلابېلو مخابراتي شبکو له لارې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.»
دا وزارت د هغو سیمو لپاره چې لاهم په کې مخابراتي شبکې فعالیت نه لري، له ۵۵۰ زیاتو مخابراتي سایټونو فعالولو له پلان خبر ورکوي او زیاتوي چې په جدي توګه یې کارونه روان دي.
د مخابراتو معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت ویاند وايي، پلان لري چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي او ټولې سیمې د دې ټېکنالوجۍ تر پوښښ لاندې راولي.
الکوزی په دې اړه وايي: « هغه سیمې چې لاهم له مخابراتي خدمتونو بې برخې او محرومې دي، د دې سیمو لپاره هم ۵۶۰ مخابراتي سایټونه په پام کې نیول شوي چې له ډلې یې یو شمېر ګټه اخیستنې ته سپارل شوي او د ډېرو نورو رغنیزې چارې سرته رسېدلې چې له انسټالېشن وروسته به فعالې او نږدې راتلونکي کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.»
همدارنګه دا وزارت د مخابراتي مکالمې د ۱۰ سلنه مالیې په تړاو وايي، دا پیسې د ځانګړي سیسټم له لارې په شفافه توګه راټولېږي او د سرپرست حکومت خزانې ته سپارل کېږي.
د دوی په خبره، د دې پروسې د لا روڼتیا لپاره یو مشترک کمیسیون هم ټاکل شوی چې له مخابراتي شبکو سره د ۱۰ سلنې مالیې راټولول له نږدې څاري.
د ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادنو په پرتله لاهم په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي مکالمو بیه لوړه ده، خو په دې وروستیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت له لوري دغه بیې راټیټې شوې دي.
د چارواکو په وینا، هڅه کېږي د مخابراتي مکالمې او انټرنېټ بیې نورې هم راټیټې شي.