له هېواده بهر د افغان کارګرانو د لېږلو په تړاو د هڅو پر دوام، دا ځل د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يوې جلا پروسې له لارې قطر ته د هغو کارګرانو د لېږلو اعلان کړی چې تازه هېواد ته راستانه شوي.
د دې وزارت مسوولین وايي، د تازه پيل شوې پروسې له لارې به یو زر ۸۰۰ افغانان په ۲۰ بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه مالي، ساختماني انجنيرۍ، حقوقي سلاکار، د برېښنا انجنيرۍ، د برېښنايي موټرو جوړولو او ځينو نورو برخو کې د کار کولو لپاره قطر ته ولېږل شي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ټينګار کوي چې له ګاونډيو هېوادونو د يادو کارګرانو نوم ليکنې بهير به په نږدې راتلونکي کې په کابل، هرات، کندهار او ننګرهار کې پيل شي او په وروستيو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي هم په دې پروسه کې ګډون کولی شي.
ابراهیمي په دې اړه وايي: « دا په ۲۲ مختلفو حرفو کې یو زر ۸۰۰ کاري فرصتونه یوازې راستنو شویو هېوادوالو لپاره په پام کې نیول شوي. موږ له راستنو شویو هېوادوالو هیله لرو چې دغو مرکزونو ته یوازې د یوې ورځې لپاره چې د اسد له ۲۲ سره سمون خوري، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ بجو مراجعه وکړي او اړین اسناد له ځان سره ولري. د دغو فورمو فیس یوازې ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.»
په ورته وخت کې ځينې کسب ګر که څه هم د دې پروسې له امله خوښ دي، خو له سرپرست حکومت غواړي چې له ايران او پاکستانه راستنو شویو ځوانانو ته په خپل هېواد کې د کار کولو زمينه برابره کړي.
ترکاڼ تاج الدین وايي: « قطر ته د کارګرو استولو پروسه د ځوانانو لپاره ډېره ښه ده، ځکه د دوی له غیر قانوني مهاجرتونو مخه نیسي. موږ له اسلامي امارت غواړو چې افغانستان کې فابریکې جوړې کړي، ترڅو ځوانان په کې کار وکړي.»
فلزکار اېمل وايي: « زه له اسلامي امارت غواړم چې موږ ځوانانو ته د هېواد په داخل کې د کار زمینه برابره کړي، ترڅو د کار لپاره مهاجرت ته اړ نه شو.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم بهر ته د کارګرانو لېږلو له بهير هرکلی کوي، خو زياتوي چې دا پروسه په اوږدمهال کې د افغانانو د مسلکي کېدو مخنيوی کوي او ټينګار کوي چې په هېواد کې دې د بېروزګارۍ کچې کمولو لپاره هغو کسانو ته لومړيتوب ورکړل شي چې له مودې راهيسې بې روزګاره دي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « دا چې موږ له نورو هېوادونو سره د کارګرانو استولو قرارداد کوو، دا ډېره ښه خبره ده. موږ کولی شو له دې لارې خپل کارګران په ماهرو کارګرانو او مسلکي کسان په متخصصینو تبدیل کړو؛ خو زه د دې بشپړ مخالف یم چې دغه استول کېدونکي کارګران له ایران او پاکستان راغلیو کسانو وټاکل شي، دا د هغو کسانو سره زیاتی دی چې دلته یې زحمتونه تېر کړي، ستونزې یې ګاللې دي، خو اوس له یاده ایستل کېږي.»
له دې پروسې وړاندې هم قطر ته د افغان کارګرانو د لېږلو لپاره په مختلفو ولايتونو کې ۱۶زره کسانو نوم ليکنه کړې چې له ډلې به يې يوازې ۳ زره کسان غوره او قطر ته ولېږل شي.