که څه هم لا له وړاندې د خوست ولایت اکثریت دولتي ادارې د اداري کمپلکېس په احاطه کې فعالې دي، خو لا یې هم ځینې ادارې د ښار په څنډو کې فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د دې ولایت اوسېدونکي د کارونو د اسانۍ لپاره غوښتنه کوي چې ټولې دولتي ادارې دې اداري کمپلېکس ته ولېږدول شي.
د خوست اوسېدونکی ایوب یاد وايي: « ځینې ادارې د ښار په داخل یا هم څنډو کې دي چې د مراجعینو لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې اداري کمپلېکس د همدې لپاره جوړ شوی او ټول ریاستونه باید په کې فعال شي.»
د خوست اوسېدونکی محمدالرحمن وایي: « ریاستونه په خپل منځ کې اړیکې لري او که دا په یوځای وي، د خلکو لاسرسی به هم اسانه شي. دا به له خلکو سره د وخت او مالي امکاناتو په برخه کې هم مرسته وکړي.»
د خوست اوسېدونکی شاهین وايي: « د ټول ولس دا غوښتنه ده چې دولتي ادارې یوه ځای ته راټولې شي، ترڅو ښه رسیدګي وکړي.»
اخوا ځایي چارواکي ډاډ ورکوي چې په اداري کمپلېکس کې د اداري ودانیو د جوړونې په برخه کې چارې چټکې شوې او هڅه کېږي چې ریاستونه همدې مشخص ځای ته انتقال کړي.
د خوست والي مرستیال محبوب شاه قانت وايي: « ځینې ریاستونه یا مستقلې ادارې چې د کمپلېکس په داخل کې ځایونه لري، په خپل وخت سره به دلته انتقال شي. البته د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره څو ریاستونو ته ودانۍ جوړې شوې او دلته را انتقال شول.»
که څه هم د سرپرست حکومت له راتګ وروسته تر ډېره د ولسوالیو او مرکز پر کچه د دولتي ادارو ودانیزي چارې چټکې شوې، خو د خوست په مرکز کې د دولتي ادارو یوه ځای ته انتقال لاهم د مراجعینو لپاره چارو ته په ټاکلي وخت رسېدنې په برخه کې یوه مهمه ستونزه بلل کېږي.