Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ او ننګرهار اوسېدونکي: په ډېرو ولسوالیو کې لاهم ښوونیز بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی

د بلخ او ننګرهار اوسېدونکي: په ډېرو ولسوالیو کې لاهم ښوونیز بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/11

د ځينو نورو ولایتونو په څېر بلخ او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې یو شمېر ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د ننګرهاراوسېدونکي وايي، د دې ولايت په ځينو ولسوالیو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په ۴۰ درجي ګرمۍ کې درس ته ناست وي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې ښوونځیو ته يې ودانۍ جوړې او د ښوونکو کمښت ستونزه يې حل کړي.

د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي: « دلته زموږ ښوونځیو کې ډېرې ستونزې شته دي، که څه هم ښار کې یوڅه سهولتونه شته، خو د شینوارو، خوږیاڼیو، مومندو او ځینو نورو ولسوالیو کې ستونزې بې حده ډېرې دي. هلته زده کوونکي سرپناه نه لري، په خوړونو، ډاګونو او خېمو کې لوست کوي.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی وايي: « دا واقعیت دی چې ننګرهار کې د ښوونځیو ستونزه ډېره جدي ده. زده کوونکي پوره ښوونکي نه لري، کتابونه، قرطاسیه او حتا سرپناه نه لري. ولسوالۍ کې غریبي ډېره ده او خلک نه شي کولی خپلو ماشومانو ته اړین درسي مواد واخلي.»

بله خوا، بلخ ولایت کې هم خلک شکایت کوي چې د ښوونځیو د ودانیو کمښت ترڅنګ د کتابونو او ښوونکو کموالی او په ښوونځيو کې د پاکو اوبو نه شتوالی هغه ستونزې دي چې زده کوونکي ورسره مخ دي.

د فخرالدین رازي عالي لېسې آمر یارمحمد وايي: « زموږ ماشومان په دې ګرمو خېمو کې درس ته ناست دي. موږ له سرپرست حکومت غوښتنه کوو چې ژر تر ژره زموږ د ودانیو او ښوونکو غمه وخوري. زموږ هر ښوونکی درې او څلور څانګې تنظیموي او دا د دوی له وس تېره خبره ده. زموږ ډېر ښوونځي د انګړ دېوالونه هم نه لري، هغه هم باید جوړ شي.»

د بلخ ولایت اوسېدونکی وايي: « زموږ ښوونځی احاطه او د څښاک پاکې اوبه نه لري. همدارنګه ۱۴ درسي څانګې لري او د دې لپاره یوازې ۴ ښوونکي دي، دا موږ څه ډول ورسوو؟ دا زموږ د ښوونځي لویې ستونزې دي.»

د بلخ ولایت یو تن زده کوونکی وايي: « موږ ښوونکي نه لرو او غواړو دلته ښوونکي راشي. موږ اوبه نه لرو او ګرمي ډېره ده، غواړو موږ ته تعمير جوړ شي.»

په ورته مهال، د پوهنې وزارت مسوولین وايي، په تېرو شاوخوا څلورو کالو کې يې د پلازمېنې کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې ۱۱ سوه ښوونځيو او مدرسو ته نوې ودانۍ جوړې کړي او په خبره يې، هڅه کوي چې هغوی لرې پرتو سيمو ته هم د زده کړو بهیر وغځوي چې له تېرو څو کالو راهيسې له تعليم بې برخې پاتې دي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي: « دغه ودانۍ د وزارت له بودیجې، همکارو موسسو، ملي سوداګرو او علم دوست خلکو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي. په دې لړ کې له ۱۱ سوه زیاتو ښوونځیو او مدارسو لپاره نوې معیاري ودانۍ جوړې شوې دي. همدارنګه د ۳ زرو هغو ښوونځیو ودانۍ بېرته رغول شوې دي چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.»

د پوهنې وزارت د چارواکو په خبره، اوس هم د ځينو ښوونځیو د ودانیو پر رغولو او جوړولو کار روان دی او ترڅنګ به يې د ښوونځيو نورې ستونزې هم حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist