څو ورځې وروسته واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو ۴ کاله پوره کېږي، خو د دې مودې په تېرېدو سربېره هم د خلکو له غوښتنې سره سم، د نجونو د تعليم او تحصيل د دوام لپاره خاصه تګلاره جوړه نه شوه.
بله خوا، د سميعالله په نوم ماشوم چې په رياضي کې ځانګړې وړتيا لري، له څو ورځو راهيسې د حکومتي چارواکو مېلمه دی او هڅول کېږي.
د سميعالله وړتيا ته په کتو، د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان د نجونو او هلکانو له وړتياوو جوړ ياد کړی او زياته کړې يې ده چې بايد په کوردننه ورته د روزلو فرصتونه برابر شي.
خلیلزاد په دې اړه ویلي: « افغانستان استعداد لري. سمیع الله یو کوچنی ماشوم په ریاضياتو کې ځانګړې وړتیا لري. افغانستان ډېر استعداد لرونکي خلک لري. هلکان او نجونې، نارینه او ښځینه. خو استعداد باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر کړای شي.»
ځينې زده کوونکې نجونې هم د دوی پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو د بندښت دوام له امله اندېښمنې دي او وايي، پر زده کړو يې د محدوديت له امله له نامالوم برخليک سره مخ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زده کړو اجازې په ورکولو سره دې يې برخليک روښانه کړي.
زده کوونکې طیبه رستاقي وايي:« هیله ده اوسني چارواکي د دې هېواد نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي؛ ترڅو د خپلو ورڼو ترڅنګ د هېواد په روښانه راتلونکي جوړولو کې ونډه واخلي.»
یوه بله زده کوونکې وايي: « څلور کاله وشول چې زموږ پر وړاندې د مکتبونو دروازې بندې دي او زموږ آینده نا مالومه ده. له حکومت مو غوښتنه دا ده چې زموږ د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره پرانیزي.»
سرپرست حکومت په دې تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې يې ډېر ځله ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو د نجونو د تعلیم او تحصیل لپاره له شریعت سره سم مناسب شرایط برابر کړي.
د سیاسي چارو کارپوهانو په باور، که سرپرست حکومت غواړي د نړیوالو له نیوکو ځان خلاص کړي، نو د نجونو پر مخ دې د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیزي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « که اسلامي امارت غواړي چې د نړیوالو نیوکو ته قاطع ځواب ورکړي، د نجونو د مکتبونو، پوهنتونونو او طبي زده کړو دروازې دې پرانیزي؛ ترڅو جنایت کار کسان او هېوادونه نیوکې ونه کړي. دا ته په خپله ځان سره دوښمني کوې که د نجونو د ښوونځيو دروازې همداسې بندې پاتې شي.»
د یونیسف د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲.۲ میلیونه نجونې په افغانستان کې د دغو محدودیتونو له امله له زده کړو بې برخې شوې چې۴۰۰ زره یې یوازې په روان زېږیز کال پورې اړه لري.
یونیسف موده وړاندې خبرداری ورکړی و، که دا محدوديت تر۲۰۳۰ کال پورې دوام ولري، نو له زده کړو د محرومو کړای شویو نجونو شمېر به څه باندې ۴ میلیونو تنو ته ورسېږي.