جهانګیر نهه کاله وړاندې د مچیو له څو کندوګانو پیل وکړ، خو نن د غرونو په لمنو کې د زرګونو مچیو پالنه کوي.
د مچیو له څارنې تر شاتو راټولولو پورې، هره پروسه د دقیق کار، حوصلې او د هغه د کلونو تجربې پایله ده.
جهانګیر د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.د لومړي ځل لپاره یې اوه میاشتې وړاندې د هرات د یوه ستر غره په لمن کې د کوهي شاتو فارم جوړ کړ.
په دې فارم کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې کندوګان شته او په کلني ډول ترې یو ټن شات تر لاسه کوي.
د شاتو مچیو فارم لرونکی جهانګیر الکوزی وايي: « دشتي یا کوهي شات هغه شات دي چې د غرونو لمنو کې راشنه کېدنکو ګلانو تولیدېږي، دا ډېر طبیعي شات دي او لوړ کیفیت لري. موږ د دې ډول شاتو د تولید لپاره شپږ یا اوه میاشتې کار کوو.»
که څه هم هرات کې د مچیو فارمونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي، خو له بهرنیو هېوادونو د بې کیفیته او ناخالصو شاتو وارېدېدل په کوردننه د کورني شاتو ځای نیولی.
فارم لرونکي غوښتنه کوي چې له بهر دې د شاتو واردات بند شي، ترڅو خلک له کورني هغو کار واخلي.
هرات کې د شاتو مچیو فارم لرونکو ټولنې مشر شعیب وايي: « له مختلفو هېوادونو د محصولاتو د کیفیت کنټرولولو لپاره د دولت همکارۍ ته اړتیا ده. باید هر واردېدونکی شی د کیفیت له پلوه کنټرول کړي او ګمرکي محصول یې لوړ کړي، ترڅو خلک له داخلي محصولات ګټه واخلي.»
د شاتو مچیو فارم لرونکی کیهان وايي: « که دولت دا مرسته وکړي چې د بهرنیو وارېدونکو یا تقلبي شاتو د تولید مخه ونیسي، موږ کولی شو په خپلو پښو ودرېږي او له دې ډېر شات تولید کړو.»
بله خوا، د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دې ولایت کې د شاتو تولیداتو لس تر پنځلس سلنې زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي چې سږ کال په هرات ولایت کې ۱۷۰ ټنه شات ترلاسه شوي دي.
د هرات کرنې ریاست د شاتو مچیو فارمونو متخصص فهیم فایز وايي: « سږ کال شاوخوا ۱۷۰ ټنه شات تولید شوي. دغه شات هم له بندونو او هم له کلیو راټول شوي دي. د سږ کال تولیدات د تېر کال پرتله ښه شوي دي.»
د مسوولینو د مالوماتو له مخې، دا مهال هرات کې شاوخوا ۷۰۰ د شاتو مچیو لوی او کوچني فارمونه شته دي.