Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: هېواد ته راستنېدونکي افغانان له بې ‌ساري کړکېچ سره مخ دي

ملګري ملتونه: هېواد ته راستنېدونکي افغانان له بې ‌ساري کړکېچ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/10

په ايران او پاکستان کې د افغانانو نيولو او بېرته يې هېواد ته پر راشړلو د ملګرو ملتونو د نيوکو ترڅنګ، دا ځل دې سازمان په افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې پروګرام (یو.اېن هبیتات) مديره وايي، له يادو هېوادونو د افغانانو راستنېدو دلته بشري کړکېچ د تېر پرتله نور هم زيات کړی.

سټېفني لووز په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د راستنېدونکو افغانانو هغه زيانمنونکې کتله ياده کړې چې په خبره يې دا مهال په افغانستان کې ورته د کار او زده کړو زمينه نه شته.

نوموړې له سرپرست حکومت غوښتي چې د هغوی د حقونو ورکولو ته جدي پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې پروګرام مديره سټيفني لووز زیاتوي: « زه غواړم يو څه واضېح ووايم، لا هم زموږ پر وړاندې جدي ننګونې وجود لري. کله چې موږ د خلکو د بيا مېشتېدنې په اړه خبرې کوو، کورونه، شتمنۍ او هيلې يې له لاسه ورکړې دي. ډېری هغه يې په افغانستان کې ځای نه لري چې ورشي؛ ځکه دوی هلته نه دي اوسېدلي. ۶۰ سلنه راستانه شوي له ۱۸ کلونو کم عمره دي او د خپلوۍ هېڅ ډول اړيکې نه لري؛ نو ځکه دا د هغوی لپاره جدي خطر دی.»

نوموړې زیاتوي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې شاوخوا ۳ میلیونه افغانان چې په پاکستان او ایران کې اوسېدل، یا اړ ایستل شوي او یا پخپله خوښه راستانه شوي چې اوس يې شمېر له ۲ ميليونو کسانو اوړي.

خو سرپرست حکومت د نوموړې هغه څرګندونې ردوي چې د ښځو او نجونو د حقونو ورکولو په اړه يې کړې.

چارواکي ډاډ ورکوي چې د تېر په پرتله اوس دغه حقونه په بشپړه توګه تامين شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا ډول ادعاوې ناسمې دي چې ګواکي ښځې او نجونې په افغانستان کې له تاوتریخوالي، جبري او یا له وخت وړاندې نکاح سره مخ دي. اسلامي امارت له ښځو سره د هر ډول زور زیاتي، جبري نکاح، د کم عمره نجونو واده کولو او په بدو کې ورکولو مخه نیولې؛ ښځو ته په میراث کې حق ورکول کېږي، غږ یې اورېدل کېږي، په محاکمو کې یې قضیو ته رسېدنه کېږي او په ځانګړې توګه د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو څانګې د زرګونه ښځو د شکایتونو پر بنسټ د هغوی حقوق ورته اخیستي دي. نو، دا ډول ادعاوې حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.»

د کډوالو د حقونو مدافعان هم د دې لپاره چې له افغانستانه د کډوالۍ مخه ونيول شي، راستنېدونکو ښځو او نجونو ته په کور دننه د کار او زده کړو زمینې برابرولو غوښتنه کوي. 

د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « د بېړني ملاتړ او سرپناه له برابرېدو پرته به زرګونه کورنۍ د ساړه ژمي له خطر او انساني بحران سره مخامخ شي.» 

بله خوا، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ورسره کېدونکي چلن د شکایت ترڅنګ وایي، پاکستاني پولیس په پنجاب او بلوچستان ايالتونو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپي وهي او له نيولو وروسته يې په زور افغانستان ته ستنوي.

په پاکستان کې دېره افغان مجاهد شینواری وايي: « یوه میاشت وخت د افغان مهاجرینو لپاره بسنه نه کوي. که څه هم نړیوالو سازمانونو خبرې کړې، خو د هغوی خبرې یوازې د خبرو تر کچې پاتې دي او د پاکستان پر حکومت یې رسمي فشار نه دی راوړی.»

د جمعې په ورځ هم د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ وویل، پاکستان د قانوني افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکلي مهلت وړاندې د دوی شړل پيل کړي او پلان لري چې له یو میلیون ډېر افغانان له خپلې خاورې او خيبر پښتونخوا وباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist