د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۹مه له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د مومندو ايجنسۍ په باجوړ کې د سربکف په نوم نظامي عملیات پيل کړي، خو د ځايي اوسېدونکو له سخت مخالفت سره مخ شوي دي.
د سیمې خلکو له مخالفت سربېره هم د پاکستان پوځ دغه عمليات وکړل او په کې د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د باجوړ ۱۶ کليو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شو چې خپل کورونه خالي او نورو امن ځايونو ته کډه شي.
خو ځايي قومي مشرانو د دې عملياتو په مخالفت کې د جمعيت علمای اسلام ګوند مخکښ غړي هارون رشيد پر مشرۍ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) له ځايي قوماندانانو سره د سولې مذاکراتو لپاره جرګه وټاکله.
د جرګې د هڅو په پايله کې که څه هم د اګسټ پر ۴مه دوه ورځنی اوربند وشو، خو خپل هغه هدف ته چې ټيټيپي به د باجوړ له ګڼ مېشتو سيمو وځي او په بدل کې به يې د پاکستان پوځ عمليات نه کوي، ونه رسېدل.
ازاد خبریال طاهرخان په دې اړه وايي: « خلک له دې عملیاتو سره متفق ځکه نه دي چې هغوی وايي دغو عملیاتو عامو خلکو ته زیان رسولی، همدا خبره د جرګې د مشرانو یو دریځ او موقف هم و. خو جرګه یوازې خواست او خبرې کولی شي، اوس به وکتل شي چې څه کېږي؛ که چېرې جګړه کېږي نو عامو خلکو ته به هم زیان رسي.»
په قبايلي سيمو کې د وضعيت څارونکي د پاکستان پوځ تورنوي چې غواړي په ورته عملياتو سره د ضرب غضب عملياتو ترخه تجربه تکرار کړي؛ هغه عملیات چې په کې د شمالي وزيرستان قومي مشران، فعالان او د دوی عامه تأسیسات له منځه یوړل شول.
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « دلته موضوع د ټي.ټي.پي نه ده؛ ځکه ټي.ټي.پي په ټوله پښتونخوا کې ده نه یوازې باجوړ کې. اصلي خبره دا ده چې د پاکستان پوځ نه غواړي په پښتنو سیمو کې امن راشي او هوسا ژوند ولري، ځکه بیا پنجاب په دوی حکومت نه شي کولی. پاکستان غواړي د پښتنو سیمو شتمنۍ ولوټي.»
ځينې نور بيا په قبايلي سيمو کې د پاکستان پر پوځ خونړيو بريدونو ته په کتو د دې هېواد پوځ تر فشار لاندې بولي او زياتوي چې پر پاکستاني طالبانو تحریک د زور نه رسېدو په صورت کې غواړي، ورته د اوښتي ځاني زيان بدله په باجوړ کې د عملياتو له لارې له عامو خلکو واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اصلي خبره دا ده چې پاکستان غواړي پښتانه داسې غلامان کړي چې د خپلو حقونو د غوښتلو خبره پورته نه کړي. همدا اوس موږ وینو چې له وزیرستان تر باجوړ پورې چې د پښتنو په سیمو کې کومه مرګ ژوبله روانه ده، داسې ده لکه اسراییل چې په غزه کې په فلسطینیانو ظلم کوي؛ د پاکستان پوځ پر پښتنو همداسې بمباري کوي او خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړوي.»
په باجوړ کې لومړی ځل په ۲۰۰۶ کال کې پوځي عملیات وشول، هغه مهال هم د پاکستان پوځ ویلي و چې له عملياتو يې موخه له وسله والو د سيمو پاکول دي؛ خو پايله يې برعکس ملکي مرګ ژوبله او د خلکو بې ځايه کېدل شوه.