Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: پاکستان د قانوني کډوالو ایستلو لپاره له ټاکل شوې نېټې مخکې د اخراج لړۍ پیل کړې

ملګري ملتونه: پاکستان د قانوني کډوالو ایستلو لپاره له ټاکل شوې نېټې مخکې د اخراج لړۍ پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/09

ملګري ملتونه وایي، پاکستان د قانوني افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکل شوې نېټې مخکې شړل پیل کړې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري (یو.اېن.اېچ.سي.آر) وايي، پاکستان پلان لري له یو میلیون ډېر افغانان له خپل هېواده وباسي.

دغې ادارې ادعا کړې چې دوی د پاکستان له خوا د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې په ټول هېواد کې د قانوني ثبت شویو افغانانو د نیولو او شړلو راپورونه ترلاسه کړي دي.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې: « له پاکستانه د دا ډول افغان کډوالو ایستل، د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف او ښکاره سرغړونه ده. موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. موږ هیله لرو چې پاکستان نور خپل چلن ته بدلون ورکړي.»

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمیشنرۍ همدارنګه پر پاکستاني لوري غږ کړی چې د افغانانو د رضاکارانه، تدریجي او باعزته راستنیدو لپاره انساني چلن غوره کړي.

له بلې خوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر سملاسي پیل کېږي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته لاړ شي.

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان نه ‌غواړي د افغان کډوالو په برخه کې د نړیوالو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « ګاونډیانو په جبري او ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې ده او پرته له دې چې د افغانستان شرایط په پام کې ونیسي، هره ورځ زرګونه کسان را وباسي؛ که څه هم د کډوالو مدافع ټولنو، هېوادونو او ملګرو ملتونو له دې کړنلارې څو ځله انتقاد کړی دی.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونوغږ وکړ چې د کډوالو اړوند د بشري حقونو مساله جدي‌ ونیسي او افغانانو ته دې د باعزته ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پالیسۍ بدلې او د کډوالو نړیوالو قوانینو له مخې چلن وکړي، خو له بیا بیا ویلو سره په دې برخه کې مثبت بدلون نه ‌دی راغلی.

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، سرپرست حکومت او نړیوال بنسټونه باید هڅه وکړي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « ملګرو ملتونو پاکستان ته ویلي چې افغان مهاجرینو سره نرمي وښيي او وې نه باسي. زما په اند، که ټوله نړۍ هم ورته ووايي، په پاکستان کې داسې ظالم خلک او حکومت حاکم دی چې په افغان مهاجرینو به هېڅ رحم ونه کړي. دوی به د افغان مهاجرینو شړلو، ځورولو او شتمنۍ ګرځولو ته ادامه ورکړي؛ پاکستان له دواړو قانوني او غیر قانوني افغانانو سره ستونزه لري.»

ملګرو ملتونو په ځلونو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

 دوی اندېښنه ښودلې چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به هېواد کې بشري ناورین، لوږه، فقر او بې ‌روزګاري لا ډېره شي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر صادق حمیدزوی وايي: « د مهاجرینو مساله د نړیوالو تبلیغاتي کمپاینونو د سر ټکی ګرځېدلی او همدا لامل دی چې ډېره پاملرنه همدې برخې ته کېږي. زما په اند دا مساله سیاسي ګرځول شوې او د پاکستان او ایران په ګډون هېوادونه ترې د سیاسي ابزارو په توګه کار اخلي.»

بله خوا، پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر خان افریدي رویټرز ته ویلي، د اګست له لومړۍ نېټې تر څلورمې نېټې پورې سلګونه قانوني ثبت شوي افغان کډوال نیول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲ میلیونو ډېر افغانان پاکستان کې د اوسېدو قانوني کارټونه او اسناد لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist