Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه ښاروالۍ لسګونه پراختیايي پروژې پیل کړې

فراه ښاروالۍ لسګونه پراختیايي پروژې پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/09

فراه  ولایت چې د تېرو۲۰ کلونو جګړو له امله یو له ډېرو زیانمنو ولایتونو ګڼل کېږي، اوس یې د بیا رغونې او پراختیا لپاره جدي هڅې روانې دي.

د فراه ښاروالۍ مسوولین وايي، په دې ولایت کې یې د ۲۸ لویو او کوچنیو پروژو کارونه د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کړي دي.

دوی زیاتوي، دغو پروژو کې د سړکونو اسفالت او داغ نیونه، د کانالونو او لښتیو جوړول، ښاري ښکلا او روښنایي، د شنې ساحې پراختیا او نورو برخو کې پروژې شاملې دي چې د روان مالي کال تر پایه به یې چارې د یادې ادارې له بودیجې بشپړې شي.

د فراه ښاروال سردار محمد مرصاد وايي: « په ۱۴۰۳ کال کې زموږ د ښاروالۍ د عوایدو هدف ۵۰ میلیونه افغانۍ و، خو ۱۴۰۴ مالي کال کې موږ شاوخوا ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټولو هدف اېښی او تمه لرو چې پوره به یې کړو. ښکاره خبره ده چې له ډېرو عوایدو سره ښار هم پراختیا کوي. زه ژمنه کوم چې د ښار د ښکلا او آبادۍ لپاره به کوټلي ګامونه پورته شي.»

بله خوا، د فراه یو شمېر اوسېدونکي د یادو پروژو پلي کول د ښاري نظم او د چاپېریال ښکلا لپاره مهم بولي او د ورته پروژو پر زیاتوالي ټینګار کوي، تر څو د دوی په خوله، له امله یې خلګو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د فراه اوسېدونکی محمد رسول وايي: « له دې وړاندې هېڅ رسېدنه نه وه، اوس پاملرنه ډېره شوې، خو موږ له دې د ډېرې پاملرنې غوښتنه لرو.»

د فراه یو بل اوسېدونکی میراجان وايي: « اوس فراه ته پاملرنه ډېره شوې، پخوا دومره نه وه. زموږ د خاک سفېد ولسوالۍ سړک هم جوړ شو او ښار هم مخ په ښایسته کېدو دی.»

د فراه اوسېدونکی فقیر احمد وايي: « د خدای شکر دی، هرڅه ښه روان دی، سړکونه او چوکونه جوړ شوي، مهاجرینو ته هم اسانتیاوې برابرې شوې، ښه دی چې کارونه وشي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

فراه ولایت د هېواد په لوېدیځ کې موقعیت لري، په تېرو کلونو کې د ناامنۍ، د زېربناوو نه شتوالي او د مخکېني حکومت د نه‌ پاملرنې له امله د هېواد له محرومو ولایتونو شمېرل کېده. اوس چې امنیتي وضعیت څه ناڅه ښه شوی، ځایي مسوولینو یې پر رغولو او بیا رغولو تمرکز کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist