راپورونه ښيي چې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړو بندیز او یو شمېر نورې ستونزې د دې لامل شوې دي چې دا مهال افغانستان کې ډېر پام مدرسو او دیني زده کړو ته ورټول شي.
الجزیرې شبکې په دې اړه په خپله تازه مقاله کې لیکلي، هغه افغانې کورنۍ چې ماشومان یې د همدې او ورته محدودیتونو له امله له زده کړو محروم شوي، اوس په دې هڅه کې دي چې خپل ماشومان مدرسو کې شامل کړي.
راپور کې راغلي، د پخوا پرتله دا مهال مدرسو ته ورتګ زیات شوی او د ښوونځیو اغېز بیا د لازمو سرچینو او اسانتیاوو کمېدو او شته محدودیتونو له امله، پیکه شوی دی.
د الجزیرې شبکې د مقالې یوه برخه کې راغلي: « په افغانستان کې ښوونځي خلاص دي، خو اغېز یې د اړینو سرچینو د کمښت او محدودیتونو، د ښوونکو کمښت او د څو لسیزو پرله پسې جګړو له کبله کم شوی. په نتیجه کې یې د کورنیو پام هغو مدرسو ته ور اوښتی چې منظمې اسلامي زده کړې په کې ورکول کېږي. دغو مدرسو ته ورتلل د پام وړ زیات شوي دي.»
الجزیرې په خپله مقاله کې د افغانستان نجونې پر زده کړو د لګولو شویو محدودیتونو اصلي قربانیانې بللې او وايي، نجونې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې، داسې چې اوس اړې دي مدرسو ته لاړې شي او د زده کړو د حاصلولو خوبونه هلته پوره کړي؛ که څه هم له مخې یې هلته هم د زده کړو لازم فرصتونو ورته برابر نه دي.
مقاله په دې اړه زیاتوي: « د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه د نجونو لپاره سخت تمام شوي. د طالبانو تر کنټرول لاندې پر ثانوي زده کړو محدودیتونو نجونې د مدرسو ورتګ ته ورماتې کړې دي. د نجونو لپاره د زده کړو هغه ورپاتې یوازینې لار، خو په دغو مرکزونو کې هم د فرصتونو له محدودیت سره مخ دي.»
د الجزیرې د مقالې په بل ځای راغلي، که څه هم په دغو دیني مدرسو کې تر ډېره د قران کریم حفظ او نور دیني درسونه تدریس کېږي، خو په دې وروستیو کې په یو شمېر نورو هغو کې بیا د ریاضي او انګریزي په څېر د مضمونونه تدریس هم شامل شوی.
د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې دیني، عصري او ساینسي زده کړې د ټولنو د حقیقي پرمختګ لپاره دوه مهم اصلونه دي چې د هر یو له پام غورځولو په صورت کې یې پایلې نه جبرانېدونکي دي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که څوک د ښوونځي او مدرسې ترمنځ فاصله ایجادوي، زما په اند، دغه کار د پیداګوژي د اساساتو له مخې د افغانستان خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي. موږ باید د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپير په دې کې وکړو چې ښوونځي هغه مسلکي زده کړې دي چې د طب او انجینرۍ په څېر چې ډاکټران او انجینران روزي، مدرسه د دینې علماوو روزنه کوي. د ښوونځیو او پوهنځیو تعلیمي نصاب باید داسې جوړ شي چې د انسان د ژوند ټولې اړتیاوې پوره کړي.»
شنونکي د دیني او عصري زده کړو ترمنځ د توازن رامنځته کول د علم په حقیقي ګاڼه د نني ځوان نسل د سمبالولو لپاره حیاتي اصل ګڼي.
د دوی په خبره، که اوسنی نظام یو هغه ته وده او بل ته شا کوي، دا په خپله د ټولنې وېش او شاتګ ته زمینه برابروي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د مکتب او مدرسې ترمنځ باید توازن راشي؛ یو وخت مکتب ته برتري ورکول او مدرسه شاته غورځول او بل وخت مدرسې ته برتري ورکول او مکتب شاته اچول د دې سبب کېږي چې ټولنه شاتګ وکړي.»
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څه موده وروسته لومړی د نجونو پر ښوونځیو محدودیتونه وضع شول او وروسته پر لوړو زده کړو بندیز ولګول شو؛ سرپرست حکومت دغه محدودیتونه لنډمهاله او تر امر ثاني پورې بولي.
که څه هم د سرپرست حکومت له دې ژمنې شاوخوا څلور کاله تېرېږي، خو عملي کېدو ته یې لاهم د ولس هیلې ژوندۍ دي.