د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ له لوري د وسله والو ډلو ضد عملیاتو له امله د خلکو تاوتریخوالي وېره او په یادو سیمو کې خلک پر پوځي عملیاتو سره یوه خوله نه دي چې دولت یې له سختو او ناخوښو انتخابونو سره مخ کړی.
د راپور یوه برخه کې راغلي: « په قبايلي سيمو کې د بيا را ژوندي شویو وسله والو فعالیتونو سره د مبارزې لپاره د پوځي عملياتو له امله، د محلي خلکو د تاوتريخوالي وېرې دولت له سختو او ناخوښو انتخابونو سره مخ کړی. ځينې راپورونه ښيي چې د قبايلي سيمو خلک پر پوځي عملياتو سره يوه خوله نه دي. د همدې اندېښنو په ځواب کې د کورنيو چارو وزير ويلي، نور به پوځي عمليات نه کيږي.»
د دې ورځپاڼې د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، په تېرو ۲۰ کالونو کې خیبر پښتونخوا د امنیتي پېښو ضد عملیاتو له امله په پرله پسې ډول د تاوتریخوالي ښکار پاتې شوې او خلک يې د پوځ له لوري د زور زیاتي پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د راپور یوه بله برخه کې راځي: « په تېرو ۲۰ کلونو کې خيبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول پخوانۍ فاټا، د امنیتي پېښو ضد عملياتو له امله په پرله پسې ډول د تاوتريخوالي ښکار پاتې شوې ده. خلکو خپل خپلوان له لاسه ورکړي، بې ځايه شوي او له کلونو شخړو ستړي او نا امېده شوي دي.»
بله خوا، د پوځي چارو شنونکي وايي، پاکستان د وسله والو ډلو په روزلو کې تاريخي مخینه لري او د خپلو ګټو خونديتوب لپاره پښتانه قرباني کوي.
دوی وایي، پاکستان اوس مهال له ستر سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او په خبره یې په قبایلي سیمو کې د خلکو یوالي دې ته اړ کړي چې د خبرو له لارې مخې ته لاړ شي.
د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پنجاب له تېرو ۷۰ کالو راهیسې سلګونه زره پښتانه ووژل، اوس نړۍ هم په دې پوهه شوې او پښتانه هم ورځ تر بلې سره متحده کېږي او پنجاب نه شي کولی چې له پښتنو سره خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړي، نو مجبور شوی چې له پښتنو سره خبرې وکړي. دوی بله لار هم نه لري؛ ځکه له سترو امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ دي. زه هیله لرم پنجاب هم تجزیه شي، هم تحریم شي او هم په نړۍ کې منزوي شي، ځکه یو پېژندل شوی تروریستي هېواد دی.»
د ډان ورځپاڼې په مقاله کې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه شوې چې د وسله والو ډلو په ضد پالیسۍ بیا له سره و ارزوي او د خلکو بې ځايه کېدو مخه دې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځ له تېرې يوې نيمې اوونۍ راهیسې په شمالي وزیرستان او باجوړ کې د وسله والو ډلو ضد عمليات پیل کړي چې له امله يې د يادو سيمو اوسېدونکي بې ځايه کېدو ته اړ شوي دي.