Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې ښار کې د کتاب درې ورځنی نندارتون او ځانګړی مارکېټ پرانیستل شول

کابل کې ښار کې د کتاب درې ورځنی نندارتون او ځانګړی مارکېټ پرانیستل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/07

د پلازمېنې کابل ښار په پامیر سینما کې د مطالعې کوونکو لپاره درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

 په دې نندارتون کې بېلابېل کتابونه نندارې اېښودل شوي دي.

ورغلي کسان د نندارتون پرانيستې له امله خوښ دي او په راتلونکي کې د ورته نورو نندارتونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

له دې سره په یوه وخت، د کابل ښار کتاب پلورونکو لپاره د کتاب پلورنې ځانګړی مارکېټ هم پرانیستل شو چې نږدې ۲۰۰ غرفې لري.

کتاب پلورونکي خوښ دي چې د ښار په یوې مهمې سوداګریزې سیمه کې ورته د کتاب پلورلو لپاره ځای برابر شوی، خو زیاتوي چې جوړې شوې غرفې کوچنۍ دي او باید د کتاب ناشرانو لپاره سترې هټۍ برابرې شي.

کتاب پلورونکی عبدالحی وايي: « موږ په یوه لوی امېد دلته راغلي یو، د دې ځای موقعیت هم تر پخواني ځای ښه دی، دا ځای پاک دی، پارک او اوبه هم شته.»

کتاب پلورونکی محمد رفېع وايي: « دلته داسې ناشران دي چې د کتابونو په لحاظ شاید یوه غرفه د یوه کتاب په چاپ سره ډکه شي. باید ناشرانو ته له دې لوی ځای ورکړل شي. دا د پرچون پلورنې ځای دی او موږ اړ یو چې له هر چاپ شوي کتاب یوازې څو ټوکه راوړو.»

دغه کتاب پلورونکي چې د جوی شیر له سیمې څ د سړک جوړېدو له امله دغه نوي مارکېټ ته رالېږدول شوي، زیاتوي چې اوس یې د کتاب خرڅلاو خوند نه شته او باید د هټیو په کرایه کې ورسره مراعت وشي.

کتاب پلورونکی حاجي محمد رفیق وايي: « اوس د پخوا په څېر فروشات نه شته، دولت باید د دې دوکانونو کرایه کمه کړي.»

په ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، د ټولنیزو رسنیو له امله د مطالعې دود کمرنګه شوی، خو هڅه کوي چې د نندارتونونو پر مټ د کتاب مطالعې فرهنګ بېرته پياوړی کړي او همدا راز د کتاب پلورونکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت  د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي وايي: « د کتاب او کتاب د مطالعې لپاره باید خپل ځوانان او خلک رامات کړو. له بده مرغه زموږ په هېواد کې د لوست او مطالعې فرهنګ نه شته او په ځانګړې توګه د خواله رسنیو په رامنځته کېدو سره دا فرهنګ نور هم له منځه تللی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې د کتاب لپاره بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي او دغه راز د کتاب پلورونکو او ناشرانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتاب لوستنې فرهنګ په اړه هڅې پیل شوې دي.

د کتاب دوستانو په خبره، کتاب هغه ښوونکی دی چې د نړۍ په هره څنډه کې له تاسره مل وي.

 د یوه بل باور له مخې، کتاب د انسان ښه ملګر دی چې په مطالعې سره یې انسانان ډېر څه زده کولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist