په وچه کې د پرتو پرمختیايي هېوادونو په تړاو د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته د سې شنبې پر ورځ د ترکمنستان په کوربتوب ترسره شوه.
دغې ناستې ته د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضایف ویلي، د افغانستان، پاکستان او اوزبېکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ(افغان – ټرانس) پروژې د پلي کېدو ملاتړ کوي.
میرضایف زیاته کړې، د دې پروژې له تطبيق سره به په آسیا کې د اقتصادي سوداګریو په برخه کې پرمختګونه او اسانتیاوې رامنځته شي.
هغه په دې اړه وايي: « موږ د اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او چمتو کولو هڅې چټکې کړې دي. د چین، قرغېزستان او اوزبېکستان اوسپنې پټلۍ سره یې نښلوو چې اوس مهال یې کار دوام لري. دا به د سوداګرۍ په برخه کې نوي فرصتونه ایجاد کړي او ورسره به د ټرانسپورټ په برخه کې سترې اسانتیاوې رامنځته شي.»
خو په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د سوداګرۍ خنډونه، لوړ ټرانسپورټي لګښتونه، نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی او د وروستيو طبیعي آفتونو اغېزې په وچه کې حصارو لسګونو پرمختیايي هېوادونو اقتصادي ودې ته جدي ننګونې یادې کړې دي.
ګوټېرېش په وچه کې د پرتو هېوادونو پر وړاندې د سوداګرۍ لوړ لګښتونه د نړیوالې بې عدالتۍ په مانا بللي او د مخنیوي غوښتنه یې کړې.
هغه په دې اړه وايي: « جغرافیه باید برخلیک ټاکوونکې نه وي، خو د افریقا، آسیا، اروپا او جنوبي امریکا شاوخوا ۳۲ هېوادونو لپاره جغرافیه ډېری وخت د پرمختګ فرصتونه محدودوي او ژوره بې عدالتي رامنځته کوي. دغه هېوادونه په سوداګرۍ کې له نړیوالو بدلونونو اغېزمن دي او نړیوالو بازارانو ته کم لاسرسی لري.»
ګوټېرېش د نړۍ پر کچه اقلیمي بدلونونه، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ اغېزې او جیوپولوټیکي کړکېچونه په یادو هېوادونو کې د ورو اقتصادي ودې لاملونه ښودلي.
خو پوښتنه دا ده چې افغانستان د یوه واردوونکي هېواد په توګه څنګه کولی شي سیمهيیز او نړیوال اتصال او سوداګرۍ ته مخه کړي؟
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « که چېرته په ریښتیا سره د اتصال سیسټم او د اور ګاډي پټلۍ لکه افغانستان کې د افغان – ټرانس پروژه له پاکستان سره ونښلول شي او دغه راز له ترکمنستان او په ځانګړې توګه چین سره د اورګاډي پټلۍ ونښلول شي، دا دغو ټولو هېوادونو ته یو ښه تغییر راوړلی شي. د هغو هېوادونو لپاره چې بحر ته لاره نه لري، تر ټولو ارزانه ټرانسپورټي لار او وسیله د رېل ګاډي پټلۍ دي. باید افغانستان له دې پټلیو سره نښلول شوي او له ټولو هغو هېوادونو سره تجارتي سیسټم جوړ شي چې په وچه کې را ګیر دي.»
د راپورونو پربنسټ، د اوزبېکستان، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ چې ټول اوږدوالی یې له ۵۷۳ تر۶۴۰ کیلومتره پورې اټکل شوی، د روان ۲۰۲۵ کال په پیل کې یې عملي کار پیل او تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به یې عملي چارې بشپړې شي.