Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قرغې اوسېدونکي په دې تفریحي سیمه او بند کې د کثافاتو له اچولو شکایت کوي

د قرغې اوسېدونکي په دې تفریحي سیمه او بند کې د کثافاتو له اچولو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/07

د قرغې بند چې د هېواد له تفریحي او ښکلو ځایونو ګڼل کېږي، هر کال د بېلابېلو ولایتونو زرګونه سیلانیان د تفرېح، مېلو او د دې سیمې د ښکلو او شنو ځایونو د لیدلو لپاره راځي.

خو په دې تفریحي سیمه او خپله د اوبو بند کې د کثافاتو اچول د سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې.

د دې ځای یو شمېر اوسېدونکي په دې ځای کې د کثافاتو اچولو په اړه شکایت کوي او وایي، سیلانیان دې له تفرېح او مېلو وروسته هلته د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي.

د قرغې اوسېدونکی سجاد وايي: « وطن د مور حیثیت لري او څوک چې دلته راځي، نو د دې ځای له چټلولو دې ډډه وکړي. دا زموږ کور دی او باید پاک یې وساتو.»

د قرغې اوسېدونکی رحمت الله وايي: « زه هیله لرم چې په دې ځای کې کثافات دانۍ کېښودل شي، ترڅو هرڅوک خپل کثافات په کې واچوي.»       

د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ کارکوونکي هم په یاده سیمه کې د کثافاتو اچول تاییدوي او له خلکو د دې کار د مخنیوي او ډډه کولو غوښتنه کوي.

د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ کارکوونکی عزیز الله وايي: « ټوله ورځ مو بوجۍ لاس کې ده او پاکاري کوو. دلته خلک راځي، خوراکي توکي اخلي، دېګونه پخوي او کثافات یې همدلته پرېږدي، حتا د خپلو ماشومانو پمپرونه هم دلته اچوي. موږ له دې کارونو سخت په تکلیف یو.»          

سیمې ته یو شمېر راغلي خلک هم د ښار پاکوالی د ټولو دنده بولي او په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ هڅې ستایي.

قرغې ته په چکر راغلی عبدال‌محمد وايي: « دلته ډېره چټلي ده، خلکو کثافات د بند اوبو ته اچولي دي، حتا د لاس وینځلو ځای نه دی پاتې. دا د خلکو لپاره مناسبه نه ده چې خپل کثافات دلته پرېږدي.»

یو بل سیلاني مصطفی وايي: « زه له خلکو غوښتنه کوم چې دلته په تفرېح او سیاحت راځي، نو خپل جنګلي او کثافت دلته وانه چوي بلکې کثافات دانیو کې یې واچوي. دا ډېر بد او ناوړه کار دي.»                            

د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وایي، په ټول ښار کې د ۵ زرو کثافت دانیو جوړولو لپاره ۷۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې او په خبره یې خلک دې ترې ګټه واخلي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « موږ د سږ کال په پلان کې ۷۵ میلیونه افغانۍ د کثافات دانیو د جوړولو، اخیستلو او لګولو لپاره ځانګړې کړې چې له نېکه مرغه لومړی قرارداد یې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوی او د ښار په مختلفو ناحیو کې به ۵ زره ۳۸ نیم متر مکعبه ډولې او ۵۰ دانې ۷ مترمکعبه ډولې ولګول شي. د دغو ډولو لګولو کار په دویمه، درېیمه، څلورمه، پنځمه، لسمه، یوولسمه او پنځه لسمه ناحیه کې پيل شوی. دا موضوع په ټولو کابل ښاریانو پورې اړه لري او زموږ غوښتنه دا ده چې خپل کثافات په مشخصو ځایو کې واچوي او په ځانګړې توګه یې د کابل ښار په لښتیو او کانالونو کې وا نه چوي.»           

تاریخي او تفریحي سیمو افغانستان ته د نړۍ د یو شمېر سیلانیانو پام را اړولی.

راپورونه ښیي چې یوازې تېر کال نږدې ۲۵۰زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی او له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو یې لیدنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist