Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې سېلابونو خلکو ځاني او مالي زیانونه اړولي

خوست کې سېلابونو خلکو ځاني او مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/07

په خوست ولایت کې د تېر ماښام سخت توپاني باران او سېلابونو له کبله دوو تنو ژوند بایللی او شاوخوا ۶۰ کورونه زیانمن شوي دي.

ځايي مسوولین وايي، ترټولو ډېر زیان د خوست ښار اړوند دویمه ناحیه کې وېش مارکیټ ته څېرمه رامنځته شوی چې په کې د یوې ښځې او ماشوم د مړینې ترڅنګ ۲۰ کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

خوست کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې مشر دوست محمد هلال وايي: « بېګا شپه چې کوم توپاني باران وشو او سېلابونه راغلل، په مرکز کې یې زیات نقصان اړولی. تقریبا ً له ۵۰ تر ۶۰ کورونه په ټولیزه او قسمي بڼه زیانمن شوې او ترڅنګ یې دوه تنه شهیدان هم لرو.»

په ورته مهال، یو شمېر عیني شاهدان وایي، د یادې زیانمنې شوې کورنۍ ور ها خوا، خوست ښار کې ګڼو کاروباریانو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د دوی په خبره، د امنیتي ځواکونو ترڅنګ عامو خلکو هم د ژغورنې په برخه کې هڅې وکړې، خو سیمه کې د زیات سېلاب او سخت باران له امله د دوو کسانو له ژوند بایللو سربېره، خلک له پراخو مالي زیانونو سره مخ دي.

د خوست اوسېدونکی قادر خان وايي: « په دې کور کې مې څو ورځې وړاندې یو ګاونډی اچولی و، نن پرې سېلاب ننوتی، دېوالونه یې چپه کړي، موږ په دې اړه دویمې حوزې ته راپور ورکړی.»

د خوست بل اوسېدونکی عبدالهادي وحدت وايي: «دا داسې سېلاب و چې هېڅ ډول ځواک یې مخه نه شو نیولی، د دې ستونزې حل باید دایمي ولټول شي.»

د خوست اوسېدونکی غازي جان وايي: « ترخپلې وسې مو هڅه وکړه چې د مرګ ژوبلې مخه ونیسو.»

ځایي چارواکي که څه هم زیانمنو ته د عاجلو مرستو رسولو ډاډ ورکوي، خو ترڅنګ یې زیاتوي چې د پروني توپان له امله پر مرکز او موسی خېلو ولسوالۍ سربېره، د دې ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم سلګونه کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist