Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځل شوه

بلخ کې د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/07

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د عامې روغتیا ریاست او د روغتیا اړوند بنسټونو له ‌خوا د مور په شېدو د ماشوم تغذیه کولو دغه ناسته په داسې حال کې جوړه شوې چې ماشوم ته د مور شېدو نه ورکولو له امله زیات ماشومان پر خواځواکۍ اخته شوي.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا ریاست مسوولينو وویل، مېندې باید دا درک کړي چې ماشوم ته شېدې ورکول یوازې یوه اړتیا نه بلکې یو شرعي، طبیعي مکلفیت دی او مېندې مکلفې دي چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.

د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب وايي: « لومړنی واکسین د مور شېدې دي، کله چې ماشوم ته د مور شېدې په ښه توګه ورکړل شي او د ماشوم تغذیوي اړتیاوې پوره شي، دا ماشوم به له صحي پلوه تر ډېره یو سالم ماشوم وي.»

روغتیا پالان وايي، د مورشېدې ماشوم ته نه یوازې ټول اړین ویټامینونه، پروټینونه او منرالونه برابروي بلکې د مور او ماشوم ترمنځ د مینې، اعتماد او عاطفې اړیکه هم پیاوړې کوي.

دوی ټینګار کوي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې ماشوم ته باید یوازې د مور شېدې ورکړل شي او له دې وروسته ماشوم ته د شېدو ترڅنګ د خوړو ورکول، هغه اړتیا ده چې د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

د بلخ حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکټر عبدالروف فروغ وايي: « شېدې ورکول د مور او ماشوم ترمنځ عاطفي اړیکه جوړوي او ماشوم له روحي پلوه روغ راځي. د مور شېدې ارزانه او هره لحظه په لاسرسي کې دي او سبب کېږي چې ماشوم پر ناروغیو اخته نه شي.»

په ورته مهال، شمال زون کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین د مور له لوري ماشوم ته د شېدو نه ورکولو له امله افغانستان کې د خوارځواکۍ ناروغي په ډېریدو اندېښنه ښيي، خو د بلخ عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د روغتيايي مرکزونو له جوړېدو خبر ورکوي.

شمال زون کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوول نیاز محمد نايب وايي: « له بده مرغه افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پر خوارځواکۍ ډېر خلک په کې اخته دي. بیا هم له ده مرغه، افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې او شمېرې ورځ تر بلې پورته ځي او یو لامل یې دا دی چې مېندې روغتیايي مرکزونو ته بشپړ لاسرسی نه لري.»

د بلخ حوزوي روغتون د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکټر سید مسعود نوري وايي: « پر خوارځواکۍ د اخته کېدو اساس فقر دی او ترڅنګ یې ماشومانو ته د مور شېدې نه ورکول دي. باید په دې اړه عامه پوهاوی وشي، ترڅو د خوارځواکۍ کچه ټیټه شي.»

د بلخ حوزوي روغتون د مالوماتو له مخې، یوازې تېر کال دغه روغتون ته له شمالي ولایتونو د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته ٤٥ زره ماشومان ور وړل شوي چې له دې ډلې يې ١٣ زره ناروغان د نازک حالت له امله بستر او یا یې هم کورنیو ته طبي لارښوونې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist