Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مرحمتي: پر ایران اقتصادي بندیزونو د ابو نصر فراهي بندر د سړک جوړولو چارې ټکنۍ کړې

مرحمتي: پر ایران اقتصادي بندیزونو د ابو نصر فراهي بندر د سړک جوړولو چارې ټکنۍ کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/06

د فراه ولایت شیخ ابونصر فراهي بندر ته غځېدلي سړک چې د رغنیزو چارو له پیل تر اوسه یې نږدې دوه لسیزې تېریږي، لاهم د تېر په څېر ویجاړ پروت دی او تګ راتګ پرې ستونزمن دی.

دا سړک د ایران په مالي ملاتړ جوړېږي، خو تازه هرات کې د ایران سرکونسل د دې سړک د رغنیزو چارو بهیر څخه د لیدنې پرمهال  ویلي، پر ایران نړیوال اقتصادي بندیزونه د یاد سړک د چارو پرمختګ پر وړاندې اصلي خنډ دی.

د ده په خبره، بهرنیو بانکونو کې د ایران شتمنیو کنګل او د نورو اسعارو پر وړاندې د ایراني  ریال ارزښت کمېدل هم د دې پروژې د اوږدېدو لاملونه جوړ شوي دي.

هرات کې د ایران سرکونسل علیرضا مرحمتي وايي: « د تعمیر او مالي مسایلو په اړه تاسو پوهېږئ چې زموږ هېواد تر بندیزونو لاندې دی، زموږ ډېرې پیسې په بهرنیو بانکونو کې بندې دي. موږ له ځینو بانکونو خپلې پیسې آزادې کړې دي او د وخت په تېرېدو به نورې هم آزادې کړو او بیا به یې د دې سړک د انجینرانو او شرکت په واک کې ورکړو.»

له بلې خوا، د فراه سیمه ‌ییز چارواکي او د قراردادي شرکت مسوولین هم د دې لارې اقتصادي او سوداګریز اهمیت ته په کتو دا لار د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بولي او زیاتوي چې اوسمهال یې د اسفالټ چاري پنځوس سلنه بشپړې شوې دي.

د فراه والي غوث‌الدین رهبر وايي: « دغه لار دواړو هېوادونو ته په اقتصادي او تجارتي لحاظ ډېره مهمه لاره ده؛ ځکه دا لاره د نیمروز او اسلام کلا د لارې پرتله چابهار او بندرعباس ته شاوخوا ۵۰۰ کیلومټره لنډه ده؛ له همدې امله هم موږ او هم دوی ته ډېر ارزښت لري.»

د شیخ ابونصر فراهی سړک د اسفالټ قراردادي شرکت مسوول محمد محمدي وايي: « د هغې پرېکړې له مخې چې د جنوبي خراسان ولایت د مشرتابه له خوا شوې او دغه راز د فراه ولایت مقام، ټولګټو وزارت او پلانېت شرکت اراده هم دا ده چې د دې سړک رغنیز کارونه د روان کال تر پایه بشپړ کړو، ترڅو هم د تجارت او هم د مسافرو لپاره سهولت جوړ شي.»

همدارنګه، یو شمېر سوداګر او د فراه اوسېدونکي د دې سړک له خرابوالي شکایت کوي چې د تګ راتګ پرمهال یې ورته جدي ستونزي جوړې کړې دي.

سوداګر احمد سعید صدیقي وايي: « له صفري نقطې تر فراه ښار پورې هغه سړک چې ټاکل شوې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا اسفالټ شي، زه باور لرم چې په فراه ولایت کې به یو صنعتي انقلاب رامنځته شي.»

د فراه یو تن موټر چلوونکی نعمت الله وايي: « زه په دې لین ډېر سخت په تکلیف یم، په میاشت کې یوځل د بارګیرۍ نوبت رارسېږي، د عوارضو لګښت مو تر کرایې ډېر شي. ۲۰ کاله کېږي چې وايي دا سړک نن جوړېږي او سبا جوړېږي؛ با هرڅومره ژر چې کېدای شي، دا سړک جوړ کړي.»

د شیخ ابونصر فراهي  یا میل ۷۸ سړک چې شاوخوا ۱۱۸ کیلومټره اوږدوالی لري، په ۱۳۸۶ لمریز کال کې یې چارې د ایران په مالي مرسته پیل شوې، خو له نږدې ۱۸ کلونو تېرېدو سره لاهم نه دي بشپړې شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist