Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالمطلب حقاني: تېرو ۴۵ ورځو کې له ګاونډیوهېوادونو څه باندې یو میلیون افغانان په جبر راشړل شوي

عبدالمطلب حقاني: تېرو ۴۵ ورځو کې له ګاونډیوهېوادونو څه باندې یو میلیون افغانان په جبر راشړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/06

پاکستان کې د افغان کډوالو د راجسټر کارتونو د اعتبار مودې له خمتېدو وروسته، اوس هلته مېشت افغان کډوال د جبري اخراج، نیولو او د پولیسو له لوري له زور زیاتې او ځورونې سره مخ دي.

تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایي، تېره یوه نیمه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې یو میلیون افغان کډوال په جبرې ډول اخراج شوي دي.

چارواکو دغو راشړل شویو کډوالو ته د مرستو او خدمتونو رسولو خبره کوي او وايي، پر راستنو شویو افغان کډوالو میلیونونه افغاني وېشل شوې دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو او اسلامي قوانینو خلاف عمل بولي او د افغان کډوالو حقونو او کرامت پر خوندیتوب ټینګار کوي.

حقاني زیاتوي: « د روان لمریز کال د سرطان له پيل د اسد تر لسمې نېټې پورې له ایران، پاکستان او ترکیې په مجموعي ډول ۱ میلیون، ۴۲ زره ۲۷۰ تنه مهاجرین هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۱۹۱ زره ۹۹۱ تنه مجردان دي او ۸۲۳ زره ۲۳۲ تنه له کورنیو سره راستانه شوي دي. د دوی له ډلې ۹۸۰ زره ۳۸۱ تنه له ایران، ۲۹ زره ۷۲۳ تنه له پاکستان او ۱ زره ۴۶۹ تنه له ترکیې هېواد په خپله خوښه او اجباري ډول راستانه شوي دي.»

بل پلو، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان د ملګرو ملتونو پرغوښتنو او خبرداریو سربېره هم د ۱.۴میلیونو افغانانو د اخراجولو لړۍ پیلوي او دې هېواد پرېکړه کړې چې له ملګرو ملتونو سره راجسټر شوي پي.او.آر کارتونو لرونکي مهاجر چې د يادو کارتونو د اعتبار موده یې پای ته رسېدلې، بېرته افغانستان ته اخراج کړي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکلې:« پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو جبري ایستل بیا پیل کړي دي. وروسته له هغې چې فډرالي حکومت د دوی د پاتې کېدو لپاره د یوې مهمې نېټې له غځولو انکار وکړ، دا پرېکړه نږدې۱.۴ میلیونه افغانان اغېزمنوي چې د راجسټریشن ثبوت یا پي.او.آر کارتونه لري او د کارتونو قانوني حیثیت یې د جون په پای کې پای ته رسېدلی. ډېرو افغانانو تمه درلوده چې افغانستان ته له راستنېدو وړاندې د شخصي چارو، لکه د ملکیت پلورلو یا سوداګرۍ پای ته رسولو لپاره به ورته مهلت یو کال تمدید شي.»

زرګونه افغان کډوال پرته له دې چې د خپلو شتمنیو او شخصي توکو د لېږد لپاره کافي فرصت ولري، له دې هېواده په جبري ډول اخراج شوي دي.

 په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، د پي.او.آر کارټونو بې اعتباره کېدو سره هم مهاله په پاکستان کې د اوسېدلو ستونزې او ننګونې ډېرې شوې دي.

په پاکستان کې دېره افغان حکیم خان سمسور وايي: « دا چې دوی یوه یا دوې میاشتې وخت ورکوي، په دې کې د کډوالو کاروبار نه راټولېږي، ځکه د دوی ډېر پراخ کاروبار دی او ډېرې پیسې یې بندې دي. زه د پاکستان له حکومت غوښتنه کوم چې د دوی خپلو کې سره کېني او کډوالو ته دې آخري وخت ورکړي.»

په پاکستان کې افغان کډوال سردار ولي وايي:« د پاکستان په جېلم کې ۲۵۰ تنه افغانان نیول شوي چې په کې ۱۵۰ تنه ښځې او ماشومان دي. زموږ د کورنۍ غړي یې هم نیولي، هغوی پي.او.آر کارتونه لرل؛ اوس نیمه کورنۍ دلته پاکستان او نوره یې افغانستان ته ستانه کړل. زموږ له سیاست سره کار نه شته، موږ له افغان او پاکستاني حکومتونو غواړو چې له موږ سره نرمي وکړي.»

د کډوالو د حقونو مدافعان بیا په ایران او پاکستان کې له افغانانو سره کېدونکی چلن ظالمانه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر اسلام اباد او تهران سیاسي فشارونه زیات کړي، ترڅو له افغان کډوالو سره د ظالمانه چلن او جبري اخراج لړۍ ودروي.

د کډوالو مدافع علي رضا کریمي وايي:« په دې ډول شرایطو کې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغان کډوالو سره د سرپناه برخه کې همکارۍ او مالي او رواني ملاتړ ته اړتیا ده. د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته به انساني بحران پراخ او افغانستان کې به د بې ثباتۍ پراخېدو ته لمنه ووهي.»

په پاکستان کې د افغانانو د جبري اخراج بیا ځل زور اخیستلو په تړاو اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې، دي چې له ایرانه هم د افغان کډوالو ایستل دوام لري.

 ایراني رسنیو د امنيتي چارواکو له قوله ويلي، د هجرت طرحې په عملي کولو سره د ایران په شمال ‌لوېدیځ قزوین ولایت کې له۵۵۰ زیات افغان کډوال نیول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist