د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، روان کال د حج اداء کولو په موخه له حاجيانو ۸ میليارده او ۲۰۰ميليونه افغانۍ راټولې کړې وې چې د حاجيانو له ټول لګښت وروسته يې په يادو پيسو کې ۱۱ ميليونه افغانۍ سپما کړې.
د دغه وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وايي، دغه سپما شوې پیسې به په مساويانه توګه هغو کسانو ته بېرته ورکړي چې د حج فریضې اداء کولو لپاره ترې د لګښت پیسې اخيستل شوې وې.
ثاقب په دې اړه وايي: « له محترمو حاجیانو ټولټال ۸ میلیارده، ۲۷۸ میلیونه، ۷۷۷ زره ۳۲۰ افغانۍ راجمع شوې وې. په دې کې د هر حاجي لګښت ۲۸۲ زره ۹۰ افغانۍ و.»
نوموړی زياتوي، د سپما شویو پيسو په مساويانه وېش کې د سږ کال هر حاجي ته ۳ زره ۹۳۶ افغانۍ بېرته ورکول کېږي.
د ده په خبره، د دغو پیسو سپارلو لړۍ به د روانې زمري مياشتې په ۱۵مه د کابل او ولايتونو په اړوند رياستونو کې پيل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي: « زه تاسو ته وضاحت درکوم چې له موږ سره د سږ کال د تېر شوي حج د ۳۰ زرو حاجیانو یوه اندازه پیسې پاتې دي او هر حاجي ته به ۳ زره ۹۳۶ افغانۍ بېرته ورکړو.»
ثاقب دغه راز ډاډ ورکوي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج فريضې ادا کولو پرمهال په راتلونکي کې د لا زياتو اسانتياوو او روڼوالي رامنځته کولو هڅه کوي.
ثاقب زیاتوي: « د افغانستان حج او اوقافو وزارت د افغانستان خلکو ته دینې خدمتونه وړاندې کوي. دا وزارت هوډ لري چې د الله(ج) په مرسته او توفیق سره په ارشادي، اوقافي او حج برخو کې غوره خدمتونه ترسره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالوماتو له مخې، سږ کال د حج ادا کولو په مراسمو کې ۱۸ افغانانو ژوند بايللی.