د کندهار ولایت تخته پول ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د انځرګي په نوم د لنډمهاله استوګنې پنډغالی جوړ شوی.
دلته له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال وايي، لاهم پاکستاني پولیس افغان کډوال ځوروي، شکنجه ورکوي او ان زندانونو ته يې اچوي.
د دوی په خبره، پاکستان د افغان کډوالو د کورنۍ غړي، ښځې او ماشومان نيسي او افغانستان ته يې په زور ستنوي.
له پاکستان راستون شوی افغان کډوال حاجي محمد وايي: « د افغانانو نیول ډېر شوي، په ځانګړې توګه مجرد کسان ډېر نیسي، خو کورنیو او شنو کارتونو لرونکو سره څه ګوزاره کوي. اوس یې اعلانونه کول چې له دې وروسته به هغوی هم ونیسي.»
له پاکستانه یو بل راستون شوی عبدالله بیا وايي: « زه ۹ ورځې په یوه تاڼه کې بندي وم او پر ۱۰ ورځ یې را واړولم. موږ ۵۵ تنه وو او په ډېر بد حالت کې ساتل کېدو، ډوډۍ او اوبه یې نه راکول، لمانځه ته یې نه پرېښودو، کنځلې او وهل یې کول.»
تازه راستون شوی منیراحمد وايي: « که دې ولس ته کاروبار برابر شي، ځمکې ورکړل شي، بیا به پاکستان ته نه ځي. څوک چې راشي او دلته کاروبار پيدا نه کړي، بېرته پاکستان ته ځغلي.»
د کندهار سيمه ییز مسوولين له پاکستانه د اخراج لړۍ چټکېدو خبره کوي او وایي، د روانې اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې یو ځل بیا له پاکستانه د کډوال د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او په تېرو پنځو ورځو کې ۱۸۰ افغانې کورنۍ راستنې شوې دي.
انځرګي پنډغالي کې د کډوالو آمریت د ثبت مدیر عبدالطیف حکیمي وايي: « له اګست له پیل څخه تر نن ورځې چې د اګست پنځمه نېټه ده، ۱۸۰ کورنۍ چې د غړیو ټول شمېر یې ۹۵۰ تنه کېږي او ترڅنګ یې ۴۰۰ تنه بندیان افغانستان ته ستانه شوي دي.»
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ نېټه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ايستلو بهیر پیل کړ چې اوس یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې.