بلخ ولایت کې پر هغو ځوانانو چې تازه د نشه يي توکو له کارولو او اعتیاد رغیدلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په پنځو برخو کې د حرفوي زده کړو وسایل ووېشل شول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین محمد ذاهد احمدزی بلخ ته د سفر پرمهال وايي، له دې کاره یې موخه دا ده چې تازه رغېدلي ځوانان بیا نشو ته اړ نه شي او له دغې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.
احمدزی په دې اړه وايي: « له دغو حرفوي زده کړو تر اوسه پورې ۷ زره تنه فارغ شوي او بېرته اعتیاد ته نه دي ورګرځېدلي بلکې ټول د کاروبار او کسب خاوندان شوي دي.»
په ورته مهال، ځایي مسوولین ډاډ ورکوي چې د د یادو ځوانانو لپاره د حرفوي زده کړو مرکز ایجاد شوی او په کې به د شپږ میاشتو لپاره د بوټ ګنډلو، بیک جوړولو، برېښنایي سیسټم او خیاطۍ زده کړې ورکول کېږي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د هدف ګیرۍ مسوول عزیزالله خادم وايي: « ۵۰۰ کسان مو دا مهال حرفوي زده کړو ته معرفي کړي. د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا یو شمېر توکي او وسایل او دغه راز خېمې را لېږدول شوي دي، ترڅو دلته یو مرکز جوړ کړو او دغو ۵۰۰ تنو ته په کې فني او حرفوي زده کړې ورکړو.»
له اعتیاد رغېدلي کسان وايي، د نشو پر مهال يې په ټولنه کې خپل ځای او حالت لیدلی او هېچا ارزښت نه ورکاوه، خو اوس چې ورته موقع ورکړل شوې، له دې فرصته به مثبته ګټه واخلي.
له اعتیاد رغېدلی محمد یوسف خانزاده وايي: « زه د هر ډول نشه يي توکو له کارولو رغېدلی یم او له دې وروسته مې غوڅه پرېکړه کړې چې نشه يي توکي به نه کاروم.»
له اعتیاد رغېدلی فیض محمد خاکسار وايي: « دا ښکاره خبره ده چې کله موږ دلته شغل زده کړو او بیا د کار بازار ته ووځو، له مالي پلوه به صفر یو، نو له کار او ټولنیزو چارو وزارت او دغه راز د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو چې پر خپلو پښو تر درېدو پورې زموږ لاسنیوی وکړي.»
د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، له ۱۴۰۲ هجري لمریز کال راهیسې یې ۴ زره معتادین راټول کړي، د ۳۱۰۰ تنو درملنه شوې او شاوخوا ۵۰۰ هغو ته تازه د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شوی او د نورو درملنې او ملاتړ هم ډاډ ورکوي.