هرات ولایت کې د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا له ګاوڼډیو هېوادونو راستنو شویو ۲ زره کډوالو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
د دې بنسټ مسوولین وایي، یادې مرستې یې د کډوالو ملاتړ او لاسنیوي په موخه پیل کړې او په راتلونکو ورځو کې به ۳ زرو نورو کورنیو ته هم مرستې ووېشي.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او بوره شامل دي.
د ملک سلمان خیریه بنسټ مسوول عبدالرحمن الفضلي وايي: « د مرستو وېش دا پروژه د دې لپاره پلان شوې چې دا مهال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کډوال راځي، نو باید مرسته او لاسنیوی یې وشي.»
بله خوا، د هرات ځایي چارواکي هم د سوداګرو او خیریه بنسټونو له خوا کېدونکې مرستې د کډوالو ستونزو نسبي کمولو برخه کې ګټورې بولي او پر زیاتوالي یې ټینګار کوي.
د هرات کډوالو چارو رییس شیخ ادم خان سعد وايي: « تر اوسه پورې تر ۶۰ زرو کورنۍ راغلې دي. تاسو فکر وکړئ، کله چې ۶۰ زره داسې کورنۍ یوه ولایت ته راشي چې د کور له سامان نیولې د پښو تر څپلو پورې هېڅ هم نه لري، دا خلک د هر چا مرستې ته اړتیا لري.»
هرات ته له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال بیا که څه هم د لنډمهاله ستونزو حل په برخه کې د یادو مرستو هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې په کور دننه دې د بېروزګارۍ ستونزې د دایمي حل لپاره ګامونه پورته شي.
له پاکستان راستون شوی غلام محمد وايي: « زه د کورنۍ سرپرست یم، خو کار نه لرم؛ له بلې خوا د کور کرایه هم ورکوم. که موږ ته دلته کار برابر شي، پردي هېواد کې څه کوو. موږ له دې مرستو خوښ یو، خو باید د کار زمینه راته برابره شي.»
له ایران راستون شوی بصیر احمد وايي: « دا مرستې ډېرې اغېزناکې دي، موږ دلته ډېرې ستونزې لرو، دا به حد اقل یوه برخه حل کړي.»
دا په داسي حال کې ده چې د روان کال له پیل تر اوسه پورې شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ له ایران او پاکستان هرات ته راستنې شوې چې ډېری هغه یې د یادو هېوادونو له خوا په جبري توګه را ایستل شوې دي.