په قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه په باجوړ کې د پاکستاني پوځ له لوري ظاهراً د وسله والو ضد عمليات چې د ځايي اوسېدونکو له کلک مخالفت سره مله دي، په يوه نسبتا جنجالي مساله بدله شوې.
د پاکستان مطرحو سياسي ګوندونو په دې اړه د مخالف دريځ له خپلولو وروسته، د تحريک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان هم خپل دريځ روښانه کړی.
نوموړي له اډياله زندانه په يوه خپاره کړې بيان کې د پوځ له دې عملياتو سره شديد مخالفت ښودلی او زياته کړې يې ده چې په قبايلي سيمو کې په هره بڼه او پلمه د پوځي عملياتو ترسره کول معقوله لار نه ده.
خان د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور ته چې د ده د ګوند غړی هم دی، سپارښتنه کړې چې په قبايلي سيمو کې د پوځ عملياتو ته په هېڅ صورت اجازه ور نه کړي.
عمران خان له افغانستان سره د اړيکو لرلو پر موضوع هم تم شوی او د يوه مسلمان ګاونډي په توګه يې د يادونې ترڅنګ ورسره د ښو اړيکو پر لرلو هم ټينګار کړی.
عمران خان په دې اړه ویلي: « علي امین ګنډاپور ته روښانه پیغام دا دی چې په هېڅ صورت پرې نږدي پوځ په خیبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې پوځي عملیات وکړي. له عامو خلکو سره د ټکر او مخامخ کېدو له امله پوځ تباه کېږي. پوځي عملیات د هېڅ ستونزې حل نه دی بلکې ستونزې باید له نظام سره په همغږۍ حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی هېواد دی. له دې هېواد سره اړیکې باید ښې شي او موجوده ستونزې هم د خبرو اترو له لارې حل شي.»
د پاکستان پوځ له تېرې اوونۍ راهيسې په باجوړ کې عمليات پيل کړي چې ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ یې ان ځينو سيمو کې خلک له خپلو مېنو وتلو اړ کړي.
په دې عملياتو کې پر خلکو د ژوندانه کړۍ تنګېدو له امله، ولس د پوځ مخالفت کړی او ترڅنګ يې د تحريک طالبان پاکستان له ځايي قوماندانو سره هم د خبرو لپاره د امن جرګه ټاکلې.
ډان ورځپاڼې په دې اړه راپور کې ويلي، ټي.ټي.پي په مشروطه توګه د امن جرګې له لوري د باجوړ له ګڼ مېشتو سيمو د وتلو وړانديز منلی، خو دا يې نه دي ويلي چې بدل کې به يې د پاکستان پوځ له يادو سيمو وځي او که څنګه؟
د سیاسي چارو شنونکي د عمران څرګندونې د مخکښ سياستوال په توګه د واقعيت د درک کولو په مانا بولي او وړانديز کوي، که پاکستان له افغانستان سره د ښو اړيکو په لټه کې وي، نو بايد واقعيتونه درک او په اساسي ډول د اړيکو رامنځته کولو هڅه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله حکمت وايي: « د پاکستان د پي.ټي.آی څرګندونې په حقیقت کې د هغو واقعیتونو انعکاس دی چې اوس مهال د پښتنوخوا، بلوچستان او افغانستان په آزاده خاوره کې موجود دي. که پاکستان غواړي چې په راتلونکي کې له افغانستان او نورو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري او کورنۍ شخړې یې حل شي، باید له خپلو ټولو ګاونډيانو او په ځانګړې توګه افغانستان او هندوستان سره مخامخ اړیکې ولري او د ستونزو د حل لپاره د هغوی مرسته وغواړي. له دې پرته د پاکستان کورنی بحران مخ په زیاتېدو دی، اقتصادي حالت یې په ځوړ روان دی او پر نړیواله کچه د انزوا لوري ته درومي.»
ځينې نور بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ملکي حکومت نه بلکې د دې هېواد د پوځ په پالیسيو کې مثبت بدلون د اړيکو دايمي رغښت لپاره حياتي بولي او له دې پرته داسې اټکل کوي چې ښايي پاکستان به د افغانستان په شمول له خپلو ګاونډيو سره په هر ډول اړيکو کې اعتبار وبايلي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « پاکستان باید په خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې تغییرات راولي. نه باید اجازه ورکړي چې د دوی د کړنو، فعالیتونو او خبرو له امله ګاونډیان د دوی دوښمنان شي. دوی باید له ګاونډیانو او په ځانګړې توګه افغانستان سره اړیکې ښې کړي. اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې له افغانستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»
له څو وروستیو کلونو راهیسې پاکستان له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.
هغه څه چې پاکستان یې پړه په نورو اچوي، خو د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه مسایل د پاکستان کورنيو ستونزو اړوند دي او باید خپلې ستونزې په خپله حل کړي.