د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) په یوه تازه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې ياد کړی چې ۹.۵ میلیونه خلک یې له سختې او شديدې لوږې سره مخ دي.
یاد پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانان لا هم د څلورو لسيزو جګړو له ناوړه پایلو سره چې د ګډوالۍ بېوزلۍ او اقتصادي ناورين زېږنده دي، لاس او ګرېوان دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: « افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لوږې تر ټولو شدید بحران په کې روان دی. له هرو ۵ افغانانو یو هغه یې نه پوهېږي چې راتلونکي خواړه به له کومه پیدا کوي. افغانان لا هم د څلورو لسیزو جګړو له ناوړه پایلو سره لاس او ګرېوان دي چې اقتصادي بحران، ژوره بېوزلي، دوامدار طبیعي آفتونه، بدلېدونکي اقلیمي شرایط او پرله پسې وچکالیو نور هم پسې ځپلي دي.»
د دې پروګرام د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، دا مهال ۴.۶ ميليون افغان مېرمنې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او د اټکل له مخې د روان کال تر پايه ښايي له پنځه کلونو کم عمره ۳.۵ ميليون نور ماشومان هم پر خوارځواکۍ اخته شي.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې اړه ویلي: « اوس مهال دا هېواد له تر ټولو چټکې خپرېدونکې خوارځواکۍ سره مخ دی. په ۲۰۲۵ کال کې به ۳.۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. دا کچه د تېر کال په پرتله نیم میلیون زیاته ده. له دې سربېره، شاوخوا ۱.۲ میلیونه میندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې هم له خوارځواکۍ کړېږي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.»
ډاکټر کمین ساپی وايي: « هغه خواړه چې طبابت یې سپارښتنه کړې او ماشوم ورته اړتیا لري چې په کې کاربوهایدرېت، پروټين او شحمیات شامل دي، هغه په سمه بڼه نه ورکول کېږي او له امله یې خوارځواکي رامنځته کېږي، د انسان د بدن معافیت ښکته کېږي او دا هم د نورو ناروغیو رامنځته کېدو سبب کېږي.»
خو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي چې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره حکومت ته په کار ده چې اوږد مهاله اقتصادي پروژې عملي کړي او د وضعیت کابو کولو لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه واخلي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په ستراتیژیکو او زېربنايي پروژو باید ډېر تمرکز وشي، ترڅو ډېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي. کوم هېوادونه چې افغانستان سره مرسته کوي، باید د مرستو په لړۍ کې چټکوالی راولي او اړینې مرستې افغانستان ته ورکړل شي. په داخل کې هم باید د کاروبار لپاره لوی او کوچني فرصتونه برابر شي.»
خو د اقتصاد وزارت مسوولین بیا افغانستان کې د لوږې لامل د اقلیمي بدلون له امله د کرنې سکټور زیانمنېدل، د محدودیتونو دوام او د اقتصادي زیربناوو کموالی بولي او وايي، معیشتي ستونزو ته د رسېدنې لپاره د بشري مرستو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ستراتیژیکې او اوږدمهالې پراختیایي مرستې، د خوړو خوندیتوب په برخه کې بنسټیزې ستونزې حل کولی شي.
د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمان حبیب وايي: « د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې سکټور زیانمنتیا، پرله پسې وچکالۍ، د محدودیتونو دوام او د اقتصادي زېربناوو د کموالي له امله، معیشتي ستونزو ته د رسېدنې لپاره د بشري مرستو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو ستراتیژيکې او اوږدمهاله پراختیايي مرستې او یو شمېر نورو اغېزمنو برنامو پلي کېدل چې کاري فرصتونه رامنځته کړي، کولی شي د خوړو خوندیتوب په برخه کې ستونزې او مشکلات په بنسټیزه توګه حل کړي.»
له دې ټولو سره، د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې ښځې او نجونې د دې لوږې له بحران څخه تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)په خبره، د دې بېړنۍ وضعیت د کابو کولو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان لپاره بېړنۍ مرستې راجلب کړي، ترڅو له بشري بحران ځپلو خلکو سره مرسته وشي.