د برېښنا له اړخه د هېواد ځان بسیاینې پر لور ستر ګام واخیستل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې داسې سترې پروژې هوکړه لاسلیک شوه چې له عملي کېدو سره به یې هېواد کې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید شي.
د عزیزي ګروپ له مالي ملاتړ برخمنه دا پروژه چې د مشخصو سیمو له اوبیزې، لمریزې، بادي او حرارتي انرژۍ به برېښنا تولیدوي او د ټرانزېشن یا لېږد سیسټم له لارې به نورو ولایتونو ته انتقالېږي.
د دې پروژې د ډیزاین چارې تر شپږو میاشتو پای ته رسېږي او له هغې وروسته به یې عملي چارې پیل او په اوو کالو کې بشپړې شي.
د عزیزي ګروپ عمومي رییس میرویس عزیزي وايي: « د همدې تفاهم نامې له لاسیک کېدو وروسته د پروژې ډيزاین پيل کېږي؛ کله چې هېواد کې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید شي، له نن ورځې اووه کاله وروسته به ټول افغانستان له برېښنا برخمن شي، سلګونه نوي سوداګر به کاروبار ته مخه کړي او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.»
په دې اړه ترسره شوې سروې له مخې، د دې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا له جملې، ۳۴۰۰ مېګاواټه له ډبرو سکرو، ۳۷۰۰ مېګاواټه له ګازو، ۲۰۰۰ مېګاواټه له اوبو او شاوخوا ۷۰۰ مېګاواټه له بادي سرچینو تأمینیږي چې مرکزونه به یې تر ډېره په بلخ، بامیانو، بغلان، هرات، فراه او نیمروز ولایتونه کې وي.
په ورته مهال، دا پروژه په راتلونکي کې د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لوري لومړی ګام بلل کیږي او له عملي کېدو سره به یې په هېواد کې د وارداتي برېښنا ستونزه حل او له اقتصادي، صنعتي او کرنیزې ودې سربېره به د دولتي عوایدو په لوړولو او د بېوزلۍ په راکمولو کې مرسته وکړي.
د عزیزي ګروپ مشر وايي، د دې پروژې ۹۸ سلنه کارګران به افغانان وي او د پروژې په اړوند برخو کې تر روزنې وروسته به په مستقم ډول په کار وګومارل شي.
عزیزي زیاتوي: « د دې پروژې په چوکاټ کې له تر ۶ میاشتو وروسته له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دې لپاره چې موږ مسلکي کسان وروزو، موږ استادان ګومارلي دي او غواړو د روزنې لپاره یو مرکز هم جوړ کړو، ترڅو افغاني کارګران د برېښنا اړوند کارونو لپاره وروزي. د دې سترې پروژې لپاره سلګونه زره مستقیم بشري ځواک ته اړتیا لرو او سلګونه زره نور به غیر مستقیم مصروف شي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین د دې سترې پروژي تطبیق نه یوازې د لنډمهال بلکې د اوږدمهال لپاره حیاتي بولي او د سرپرست حکومت له اړخه د امنیت ترڅنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوي.
د دې وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وايي، د نړیوالو مرستو له بندېدو او پراخو اقتصادي بندیزونو سربېره، توانېدلي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د برېښنا په برخه سترې پروژې پیل او عملي کړي.
منصور وايي: « افغانستان کې تقریبا ً زموږ ټولې زېربناوې له منځه تللې دي او تر ډېره سب سټېشنونه نه لرو. دا سمه ده چې موږ به برېښنا تولید کړو، خو باید مدیریت هم شي. موږ حاجي صاحب ته اطمینان ورکوو چې دلته ډېر ښه منابع شته، که تاسو له اوبو، ګازو، باد یا لمر برېښنا تولیدوئ، منابع یې شته دي، خو باید دا برېښنا جذب هم شي او تر ملت پورې ورسول شي. په دې مسایلو به هم خبرې کوو چې چېرته سب سټېشن ته اړتیا ده، چېرته شبکې الو لین غځولو ته.»
د برېښنا تولید دې سترې پروژې هوکړه داسې مهل لاسلیک کېږي چې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، راتلونکو څو اوونیو کې به د هرات پاشدان بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې جوړ شوی، د ۵۴ میلیونو متر مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري، دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي او ۱۳ هکټار کرنیزه ځمکه خړوبوي.