د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، افغان کډوالو ته د لنډمهاله استوګنې لپاره د ورکړل شويو کارتونو(پي.او.آر) موده پای ته رسېدلې او د بیا ځل تمدید وړ نه دي.
په اعلامیه کې راغلي، د جون له ۳۰ نېټې وروسته د ټولو هغو افغانانو استوګنه غیرقانوني ده چې دا کارتونه لري.
د اعلامیې یوه برخه: « د پي.او.آر کارتونو موده د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې او تمدید شوې نه ده. ټول هغه افغانان چې دا کارتونه لري، اوس په ناقانونه ډول په هېواد کې مېشت دي او د ۱۹۴۶ کال د بهرنیو وګړو د قانون له مخې د نیولو، بندي کولو او اخراج وړ ګڼل کېږي.»
اعلامیه کې دغه راز له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، د پاکستان حکومت باید له افغان لوري سره په همغږۍ یاده پرېکړه عملي کړي.
دوی زیاتوي، د تېر په څېر په خپل سر د کډوالو نیول، ځورول او ایستل د منلو نه دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاندعبدالمطلب حقاني وايي: « د مهاجرینو په اړه هر ډول تصمیم د افغانستان اسلامي امارت سره په ګډ تفاهم ونیسي، ځکه دا د دواړو هېوادونو پر ګټه ده. همدارنګه له خپلو افغان وروڼو هم غواړو چې د کوم هدف لپاره هجرت شوی و، هغه هدف ترلاسه شوی، هېواد کې سرتاسري امن دی، اسلامي نظام قایم دی او د دې وخت را رسېدلی چې په خپله خوښه هېواد ته راشي. دلته د دوی لپاره په هره برخه کې پوره چمتوالی نیول شوی؛ د موقتي استوګنې، دایمي استوګنې، کاري فرصتونو، تعلیم او روغتیا په برخو کې مختلفې برنامې تر کار لاندې دي. نو له ټولو افغانانو غوښتنه کوو چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.»
له بلې خوا، د کډوالو د حقونو ملاتړي وايي، دا ډول پرېکړې پر کډوالو رواني فشار زیاتوي.
دوی له پاکستاني حکومت غواړي چې افغانانو ته اجازه ورکړي، ترڅو په عزت او په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
د کډوالو د حقونو ملاتړی مجاهد خان شینواری وايي: « په دې سره د افغان مهاجرینو ترمنځ د تشویش څپه خپره شوې او داسې حالت ته رسېدلي چې رواني حالت یې ښه نه دی. موږ د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره وګوري او د افغان مهاجرنیو لپاره داسې لایحه چمتو کړي چې له مخې یې افغان مهاجرین په عزت سره خپل هېواد ته لاړ شي.»
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي دغه ډول پرېکړې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیان بولي او ټینګار کوي چې پاکستان باید د کډوالو ایستلو په برخه کې هر ډول پرېکړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په همغږۍ وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا مساله کولی شي د دواړو هېوادونو پر اړیکو خورا منفي اغېز وکړي. زه تمه لرم چې د پاکستان حکومت د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو، په زور د مهاجرینو له شړلو لاس واخلي؛ ترڅو د هغوی داوطلبانه او محترمانه بېرته راتګ ته زمینه برابره شي.»
د راجسټرېشن سند (پي.او.آر) کارتونه د پاکستان حکومت په همکارۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) له خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی و او د پاکستان په داخل کې یې د لنډمهاله اوسېدنې قانوني اعتبار درلود.
روان کال د پاکستان حکومت د دې کارتونو د اعتبار مودې له غځولو ډډه وکړه او د کارت لرونکي یې غیرقانوني کډوال ګڼلي او ترې غوښتي یې دي چې د پاکستان خاوره ترک کړي.