له تېرو نږدې څلورو کالونو راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د ملګرو ملتونو اړوندو موسسو وخت ناوخت په افغانستان کې د بشري وضعیت او د بد اقتصادي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې کړي دي.
تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق (یونیسف) په یوه تازه راپور کې د افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي لاهم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د راپور یوه برخه:« افغانان لاهم له یوه شدید بشري بحران سره مخ دي چې لاملونه یې څو لسیزې جګړې، فقر، اقلیمي بدلونونه، د نفوس زیاتوالی او د ښځو او نجونو لپاره د خطر زیاتوالی دی. په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰ سلنه زیات خلک نږدې ۲۳ میلیونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې په کې ۱۲ میلیون ماشومان شامل دي.»
یونیسېف په افغانستان کې پر اقتصادي ستونزو د اندېښنو ترڅنګ د ساري او نورو بېلابېلو ناروغیو په تړاو هم اندېښنې مطرح کړي او ويلي يې دي، د دې ناروغیو لوړه برخه ماشومان دي چې په خبره یې ورته د رسېدنې لپاره یې خپلې اړینې هڅې دوامداره ساتلي.
د راپور برخه :« افغانستان د ساري ناروغیو له پراخ خطر سره مخ دی. د ۲۰۲۵ په لومړیو شپږو میاشتو کې۷۳.۵۷ سلنه د اوبو له لارې خپرېدونکي اسهالاتو پېښې ثبت شوي چې له امله يې ۱۲ کسان مړه شوي او پر اسهالاتو د اخته کسانو جملې ۵۸.۴ سلنه يې ماشومان دي. ۴۷ زره ۸۸۱ او شري شکمنې پېښې ثبت شوي، ۳۵۷ د مړینې پېښې یې درلودې، چې ۷۸.۷ سلنه یې ماشومان دي. ۸۲۴ زره او ۹ د تنفسي ناروغیو پېښې ثبت شوې. د ناروغیو ۹۴۸ بېړنۍ خبرتیاوې ثبت شوي چې له نیمايي زیاتې یې د شري له امله وې.»
یونیسف همدا راز وايي، د روان ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې له ۷۳۰ زرو زیاتو ماشومانو او سرپرستانو ته د ماشوم ساتنې، خطر کمولو او غبرګون خدمات وړاندې کړي.
د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو پر لوړه کچه راستنولو د افغانستان پر زېربیناوو او خدماتو پر لوړه کچه فشار راوړی دی.
د راپور یوه برخه:« د ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران، سیاسي حالاتو په افغانستان کې د بېرته راستانه شویو خلکو کړکېچ لا زیات کړی. یوازې له ایران د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۲۹نېټې پورې ۷۱۴ زره او ۵۷۲ افغان کډوال بېرته راستانه شوي چې دا یو بې ساری زیاتوالی ګڼل کېږي. ډېر شمېر دا کسان بې اسناده او جبري اخراج شوي چې د افغانستان پر زیربناوو او خدماتو یې فشار زیات کړی.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري بیا د يونیسف دغه موندنې له مبالغې خالي نه ګڼي خو دا مني چې د ګاونډيو هېوادونو له لوري پر زور د افغانان اخراج له امله فشار زيات شوی.
نظري زیاته کړې، سرپرست حکومت هڅه کوي چې راستنېدونکو ته د سرپنا او کاري فرصتونو په برابرولو سره د دوی اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي بيا په افغانستان کې د بې روزګارۍ لوړې کچې ته په کتو د يونیسف له راپور سره د نظر يووالی ښيي او زياتوي د دې وضعیت مدیریت د سرپرست حکومت مسوولیت دی.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي:« نو که دغو ټولو موضوعاګانو ته نظر وکړو، نو دا په خپله د دغه راپور هغه دقیق والی ښي. نو هغه څه چې واقعا د افغانستان لپاره مهم دي، په اوسنیو شرایطو کې د دغه وضعیت مدیرت دی. البته په مدیریت کې حاکم نظام هم مسوولیت لري او نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري. »
له دې سربېره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق بسپنه ورکوونکو مننه کړې چې د ۲۰۲۵ د جون تر ۳۰مې نېټې يې د ماشومانو لپاره د بشري اقداماتو لپاره چې ۱.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، ۵۱ سلنه د چین او د یونیسف د ملي کمېټو مرسته کوونکو له لوري برابر شوي او همدارنګه له استرالیا، بلجیم، ډنمارک، جرمني، جاپان، هالنډ، ناروې، سوېډن، سویس، برېتانیا او نورو همکارانو مننه شو چې د انعطاف منو سرچینو له لارې یې ملاتړ کړی.