د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې سرحدي سوداګرۍ پالېسيو د تطبيق پر دوام د افغانستان پر صادراتو تعرفه لوړه کړې.
د تازه پرېکړې له مخې، نوموړي پر افغاني توکو ۵ سلنه تعرفه لوړه کړې، په داسې حال کې چې له دې وړاندې يې په اپریل کې هم پر يادو توکو ۱۰سلنه تعرفه زياته کړې وه.
ټرمپ يوازې پر د افغانستان پر صادراتو نه، بلکي د هند پر صادراتو هم ۲۵ او د سوېلي افرېقا پر صادراتو ۳۰ سلنه تعرفې لوړې کړې.
د اقتصادي چارو شنونکي دې ته په کتو چې افغانستان د صادراتو پر ځای پر وارداتو تکيه دی وايي، پر افغاني توکو د تعرفو لوړول کولی شي بهر ته د افغانستان پر صادراتو ډېر اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی وايي:« دا تعرفه کولی شي د افغاني محصولاتو رقابتي کېدل د امریکا په بازارونو کې تر یوه حده تاثیر لاندې راولي.»
ځینې نور بيا د وارداتو پرتله د صادراتو د حجم کموالي او ځينو نورو سياسي عواملو له امله نړيوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی محدود يادوي او د محصولاتو پر وړاندې يې د تعرفو زياتولو پالېسۍ کولی شي چې يادو بازارونو ته د افغانستان د لاسرسي هڅې ډپ کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی وايي:« د ډونالډ ټرمپ ادعاوې ثابتې نه وي، د هغه پرونۍ له سبانۍ سره توپیر لري. خو دا چې افغانستان په ډېره کمه کچه باندې امریکا ته صادرات لري، بیا هم پر دې باندې تعرفه وضع کړه، دا پر خپله د اقتصادي بازار ته باور ته په خپله ضربه رسوي.»
د راپورونو له مخې، ټرمپ د هغو هېوادونو پر صادراتو د تعرفو لوړوالي پالېسۍ اختيار کړي چې د امريکا رقيبانو په قطار کې دي او يا هم ورسره سياسي او اقتصادي پراخې اړيکې لري.
له همدې کبله شنونکي هم پر افغاني توکو د امريکا له لوري د تعرفې لوړوالی د سیاسي انګېزې له مخې بولي، خو له دې کبله چې امريکا ته د افغانستان صادراتو اندازه خورا محدوده ده، پرې د تعرفې لوړوالی بې اغېزې ګڼي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت امريکا ته د تعرفو لوړوالي له امله د صادراتو اغېزمنېدو په اړه څه نه وايي.
د راپورونو له مخې، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې د امريکا او افغانستان سوداګري ۷۰ سلنه کمه شوې او تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۳۴ ميليونه ډالر ښودل شوی.