د هرات ښاروالۍ مسوولین په دې ښار کې د ۷۷ پراختیايي پروژو د پيل کېدو خبر ورکوي.
د ښاروالۍ د مسولینو په خبره، په دې پروژو کې د سړکونو پخول، کانالونو او پلو لارو جوړول، د شنې ساحې پراختیا او ښاري ښکلا لپاره پروژې شاملې دي چې د څه باندې ۹۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت به د ښاروالۍ پراختیایي او ذخیروي بودیجې بشپړې شي.
د هرات ښاروالۍ ویاند عبدالناصر آرمل وايي: « موږ په ۱۴۰۴ هجري لمریز مالي کال کې ۷۷ پراختیايي او زېربنايي پروژې په پلان کې نیولې وې چې له ډلې یې د ۱۲ پروژو کار بشپړ شوی او د پاتې کارونه روان دي.»
بله خوا، د هرات اوسېدونکي که څه هم د ښاري پراختیا او نظم په برخه کې د ښاروالۍ پروژې ګټورې ګڼې، خو ټینګار کوي چې یادي پروژې دې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې شي.
د هرات اوسېدونکی غلام رضا وايي: « دلته به ډېرې زیاتې اوبه ډنډ کېدې، کله کله به موږ مجبور شو چې ټانکر راولو او اوبه پرې خالي کړو، حتا ځینو کورونو ته به هم اوبه ننوتلې.»
د هرات اوسېدونکی فرید احمد وايي:« لکه څرنګه چې تاسو خبر یاست، د کثافاتو او لښتیو په اړه ستونزې وې، له ښاروال صاحب مننه چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړه.»
د هرات اوسېدونکی امان الله وايي:« خلکو به دلته ډېر کثافات اچول او بد بوی یې کاوه او موږ دوکانداران ترې ډېر په عذاب وو. شکر چې دا پروژه پلې شوه، موږ له دې کار ډېر خوشاله یو.»
د مسوولینو په خبره، روان کال کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت، تر ځمکې لاندې دوو لارو د جوړولو پروژې هم پلان کړې دي.