د زندانونو چارو سمون ادارې په زندانونو کې د زندانیانو د فکري او عقیدوي زده کړو لړۍ پیل کړې ده. په همدې تړاو د کابل څرخي پله زندان کې اووه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.
د زندانونو چارو سمون ادارې د دفتر رییس رحمتالله ګلزاد وايي: « د ټول افغانستان په زندانونو کې اصلاحي پروګرامونه پيل شوي وو. د دې پروګرام په لړ کې د کابل په مرکزي محبس کې هم شپږ ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شوی و. موږ تمه لرو چې له دې پروګرامونو وروسته د بندیانو په رویه کې اصلاحات راشي.»
مسوولین په زندانونو کې د هر ډول رواني او فزیکي شکنجو د نه شتون ادعا کوي او په خبره یې، خلک دې په دې تړاو پر بې اساسه مالوماتو باور نه کوي.
د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستیال حبیبالله بدر وايي: « ډاډ ورکوم چې په زندانونو چارو سمون اداره کې هغه دسیسې چې بهر یې استخباراتي کړۍ په مختلفو نومونو باندې کوي او وايي چې زندانونو کې د برق شاټونه دي، وهل او ټکول دي، دا به څوک ثابت نه کړي. زموږ اداره خپل طرزالعمل لري؛ موږ رسنیو ته هم بار بار ویلي چې راشي او دلته د دغو کسانو حالات وګوري او بیا یې ولس ته وړاندې کړئ.»
چارواکي په دې ادعا د ټینګار په توګه د هېواد په ټولو زندانو کې د شاوخوا ۲۵۰ بېلابېلو ښوونیزو او حرفوي زده کړو مرکزونو د موجوديت خبر ورکوي او وایي، د لا پراختيا په موخه يې شاوخوا ۶ میلیون افغانۍ بودیجه ترلاسه کړې ده.
د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رییس نظر محمد ناصري وايي: « موږ نه یوازې اصلاحي سیمینارونه لرو، بلکې د ټول افغانستان په زندانونو کې مو ۹۷ مدارس، ۱۷ مکاتب، ۱۳۸ د سواد زده کړې ټولګي او د حرفوي زده کړو مرکزونه مو جوړ کړي دي. موږ ته د دې کار لپاره ۶ میلیونه بودیجه راکړل شوې.»
زندانیان بیا د ترلاسه کړو زده کړو هرکلی کوي، خو تمه ښیي چې دا به ورته د اسانتیاوو رامنځته کولو او مسلکي کېدو وروستۍ هڅه نه وي.
یو تن زنداني وايي: « دا درې ورځې کېږي چې دا سیمینار پيل شوی او موږ ترې ډېر څه زده کړل. موږ غواړو راتلونکي کې دا ډول نور سیمینارونه هم ولرو.»
د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لوري د هېواد بېلابېلو زندانونو کې سلګونه بندیانو ته د فکري او عقیدوي زده کړو شپږ ورځنی سیمینار نن پای ته ورسېد او مسوولین یې په راتلونکې کې د دې ډول زده کړو د نورو پړاوونو ترسره کولو ژمنه کوي.